ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په امريکا کې نن ولسمشريزې ټاکنې ترسره کېږي

په امريکا کې نن ولسمشريزې ټاکنې ترسره کېږي

author avatar
3 Nov 2020 - 16:37
په امريکا کې نن ولسمشريزې ټاکنې ترسره کېږي
author avatar
3 Nov 2020 - 16:37

کابل (پژواک، ١٣ لړم ٩٩) : په امريکا کې نن د ولسمشرۍ ټاکنې د اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ او پخواني مرستيال ولسمشر جوبايډن ترمنځ ترسره کېږي.

د امريکا د ټاکنو ادارې د معلوماتو له مخې، په ياد هېواد کې شاوخوا ٢٥٠ ميليونه پر شرايطو برابر رايه ورکوونکي شته چې د کرونا له امله تر ټاکنو مخکې شاوخوا ٩٢ ميليونه کسانو د ايميل او نورو وسيلو له لارې خپلې رايې کارولې دي.

د ۲۰۱۶ زېږديز کال په ټاکنو کې ۱۳۸.۸ میلیونه  خلکو رایه ورکړې وه.

په امريکا کې د ترسره شويو سروې ګانو او وړاندوينو له مخې، دديموکراټانو کانديد جوبايډن د جمهوري غوښتونکو له کانديد او اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه مخکې روان دى.

د راپورونو له مخې، د امريکا په ډېرو ولايتونو کې هر يو کانديد خپلې رايې لري او په هرو ټاکنو کې د اړونده ګوندونو کانديدان رايې ګټي، خو يو شمېر داسې ولايتونه شته چې هر ځل د هغوى دريځ بدليږي او د ولسمشر په ټاکلو کې مهم رول لوبوي.

د امريکا د ولسمشريزو ټاکنو پر مهال دواړو کانديدانو پر يو بل توندې او سختې نيوکې وکړې، بايډن پر ټرمپ تور پورې کړى، چې د چين او روسيې د ګټو لپاره کار کوي، بلخوا بيا ټرمپ ويلي چې جوبايډن د امريکايانو لپاره هيڅ برنامه نه لري او غواړي د امريکايانو اقتصاد خراب کړي.

د امريکا هر ولسمشر د څلورو کلونو لپاره ټاکل کېږي، خو په وروستيو څو لسيزو کې هر ولسمشر د دوو دورو لپاره ټاکنې ګټلې دي، خو په نويمې لسيزه کې مشر جورج بوش د يوې دورې لپاره ټاکل شوى و.

د ٢٠١٦ زيږديز کال په ټاکنو کې د ټرمپ او د بهرنيو چارو د پخوانۍ وزيرې مېرمن هيلري کلنټن ترمنځ سيالي وه، چې د ټرمپ په بريا پاى ته ورسېده.

د ټرمپ اوسنى سيال جوبايډن د پخواني ولسمشر بارک اوباما د واکمنۍ پر مهال د امريکا مرستيال ولسمشر و.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.