ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​د ناټو سرمنشي: زموږ زرګونه سرتېري د افغان ځواکونو روزنې ته دوام ورکوي

​د ناټو سرمنشي: زموږ زرګونه سرتېري د افغان ځواکونو روزنې ته دوام ورکوي

author avatar
4 Nov 2020 - 13:39
​د ناټو سرمنشي: زموږ زرګونه سرتېري د افغان ځواکونو روزنې ته دوام ورکوي
author avatar
4 Nov 2020 - 13:39

کابل (پژواک، ١٤ لړم ٩٩): د ناټو سازمان سرمنشي وايي چې زرګونه سرتېري يې اوس هم په افغانستان کې د افغان ملي دفاعي ځواکونو روزنې ته ادامه ورکوي او نړيواله ټولنه به د بشري حقونو، ډيموکراسۍ او د قانون پلي کېدو برخو کې خپلې راتلونکې مرستې مشروطې کړې دي.

د ناټو سازمان سرمنشي جينز سټولټنبرګ دغه څرګندونې له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وکړې.

هغه زياته کړه چې د افغانستان د شخړې د هواري يواځېنۍ سوله ييزه او سياسي لاره مذاکرات دي.

د نوموړي په وينا، په همدې موخه په قطر کې بين الافغاني مذاکرات په لاره اچول شوي چې د ناټو له خوا يې بشپړ ملاتړ شوى دى.

د ناټو سرمنشي وايي چې دا ډول مذاکرات نازک وي، خو بيا هم د شخړې د هواري لپاره يو ښه چانس دى چې بايد ترې ګټه پورته شي.

سټولټنبرګ وايي چې د سولې مذاکرات ستونزې او خنډونه لري او افغانستان هم له دې خالي نه دى؛ ځکه د مذکراتو ټولې خواوې بايد ژمنې و اوسي چې يوې مثبتې پايلې ته يې ورسوي.

ده زياته کړه چې طالبان له امريکا سره په شوي تړون کې د اورکم او تاوتريخوالي کمولو په تړاو پر خپلو ژمنو عمل وکړي، له نړيوالو ترهګرو ډلو او القاعدې سره هم اړيکې پرې کړي.

د هغه په وينا، افغانستان بايد يو ځل بيا د ترهګرو پر ځالې بدل نه شي او له دغه هېواده د متحدينو پر هېوادونو بريدونه ترسره نه شي.

د ناټو سرمنشي د کابل پر پوهنتون وروستي بريد ته په اشارې سره وويل چې ترهګر هېڅ دين او مذهب نه پېژني او پر هر چا بريد کوي؛ ځکه بايد ټول په ګډه د داعش پر وړاندې مبارزه وکړي.

نوموړي زياته کړه چې د امريکا او طالبانو د تړون له مخې، ناټو په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر کم کړی، خو ورسره هم مهال يې د افغانستان ملي امنيتي ځواکونو مرستې او ملاتړ ته دوام ورکوي.

سټولټنبرګ وايي چې دوى تر ٢٠٢٤ زېږديز کال پورې د افغان ځواکونو د مالي ملاتړ ژمنه هم کړې ده.

هغه د افغان ملي امنيتي ځواکونو ستاينه وکړه چې اوس ډېر مسلکي او مجهز شوي او د تېرو کلونو په پرتله ډېر پياوړ شوي دي.

د ناټو سرمنشي وويل چې افغان ملي ځواکونه د خپل هېواد د ملي يووالي سمبول دي، د طالبانو د بريدونو مخنيو او له لويو ښارونو څخه دفاع کوي.

سټولټنبرګ د افغان هوايي ځواک او د ځانګړو ځواکونو د وړتياوو ستاينه وکړه چې د ترهګرو په ځپلو کې يې مهم رول لوبولى دى.

هغه زياته کړه چې د ناټو سازمان زرګونه سرتېري اوس هم په افغانستان کې دي او د افغان ملي دفاعي ځواکونو روزنې، مشورې او همکارۍ ته ادامه ورکوي.

د ناټوسرمنشي وايي: “د افغانستان دوامداره ثبات د دغه هېواد د ملي دفاعي ځواکونو پورې تړاو لري او ناټو به د دوى ملاتړ ته ادامه ورکوي.”

ده پر طالبانو غږ کړى چې دوامداره تاوتريخوالي د سولې روانه پروسه له ننګونو سره مخ کوي او دغه کار د افغانانو د ارادې او د نړيوالې ټولنې د هيلو خلاف دى.

د ناټو سرمنشي د سولې پروسې په تړاو د سيمه ييزې او نړيوالې اجماع رامنځته کولو په تړاو د افغانستان د حکومت د هڅو ملاتړ او هرکلى کوي.

د هغه په وينا، سوله ييز افغانستان د سيمې او ګاونډيو هېوادونو د ثبات او اقتصادي پرمختګ لپاره هم اړين دى او دا د ټولو په ګټه ده.

سټولټنبرګ د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، د سازمان ټولو غړو هېوادونو پر دې موافق دي چې په افغانستان کې يې د سرتېرو شتون مشروط دی، د دوحې د تړون له مخې، ناټو د خپلو سرتېرو شمېر له ١٦زرو څخه ١٢زرو ته راټيټ کړی.

خو نوموړى وايي، د پاتې سرتېرو کمولو پرېکړه به د افغانستان حالاتو او د سولې پروسې برياليتوب ته په کتلو سره کېږي.

ده زياته کړه: “موږ ټول افغانستان ته په ګډه ورغلي يو او په ګډه به ترې ووځو.”

د ناټو سرمنشي د تېرو ١٩ کلونو د لاسته راوړنو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې په افغانستان کې په دې موده کې ډېر بدلونونه راغلي دي، اوس پخوانى افغانستان نه دى.

د هغه په وينا، د نړيوالې ټولنې او په ځانګړې توګه د ناټو، اروپايي، ملګرو ملتونو، نړيوال بانک او يو شمېر هېوادونو په مرسته په افغانستان کې ډېر کارونه او پرمختګونه شوي دي.

ده زياته کړه چې د پوهنې، ښځو حقونو، د رسنيو ازادي، ورزش او نورو برخو کې ډېرې لاسته راوړنې شته دي.

د سټولټنبرګ په وينا، افغانانو په ډېرې سختۍ او سختو کارونو سره دا لاسته راوړنې ترلاسه کړې، اوس نه پرېږدي چې بېرته يې له لاسه ورکړي.

د ناټو سرمنشي وويل: “نړيواله ټولنه دافغانستان پرمختګونه له نږدې څاري، دا به ډېره سخته وي چې په راتلونکي کې نړيوالې ټولنې د بشري حقونو، ډيموکراسۍ او د قانون له پلي کېدا پرته له افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.”

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.