ژبه

له راتلونکې دوشنبې نوماند وزیران ولسي جرګې ته خپل پروګرامونه وړاندې کوي

 کابل (پژواک، ۲۱ لړم ۹۹): د ولسي جرګې رییس وايي چې د راتلونکې اوونۍ له دوشنبې هره ورځ درې نوماند وزیران دې جرګې ته خپل پروګرامونه وړاندې کوي او د رایو ترلاسه کولو لپاره ورته صندوقونه اېښودل کېږي.

 ولسمشر د نوي حکومت له جوړېدو شاوخوا اته میاشتې وروسته د روان کال په ۳۰ مه، ۲۲ نوماند وزیران، د ملي امنیت او د افغانستان بانک ریاستونو نوماندان د باور رایو ترلاسه کولو لپاره ولسي جرګې ته معرفي کړل.

د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني په نننۍ ناسته کې وویل، د نوماند وزیرانو د راپور وړاندې کول د راتلونکې اوونۍ له دوشنبې پیلېږي.

هغه زیاته کړه، اصول داسې دي چې هره ورځ درې نوماند وزیران خپل پروګرامونه وړاندې کوي او په پای کې یې د نوماند وزیرانو لپاره د باور رایو ترلاسه کولو په موخه صندوقونه اېښودل کېږي.

نوموړي د لسو نوماند وزیرانو په اسنادو کې د ستونزې د موجودیت په اړه وویل، د لسو نوماند وزیرانو اسناد ارزول شوي چې په اړه به یې د رییسانو کمېټې په ناسته کې تصمیم ونیول شي.

خو د ولسي جرګې یو شمېر نورو غړو له دغه تصمیم سره مخالفت وکړ او یاد بهیر یې د وخت ضایع وبلله.

په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازي غلام فاروق نظري وویل، د درېیو نوماند وزیرانو له خوا د راپور وړاندې کول او دوی ته د رایو صندوقونو اېښودل ډېر وخت ته اړتیا لري.

نظري پر دې نیوکه وکړه چې درې اوونۍ کېږي نوماند وزیران د ولسمشر له خوا په رسمي ډول دې جرګې ته معرفي شوي او ويې ویل، له بده مرغه تر اوسه د دوی لپاره د رایو صندوق نه دی اېښودل شوی.

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازې شینکۍ کړوخېل هره ورځ د درېیو نوماند وزیرانو د راپور له وړاندې کولو او دوی ته د رایو صندوق له اېښودو سره مخالف وکړ او ويې ویل، ددغه تصمیم په عملي کېدو په ناسته کې وحدت او همغږي خرابېږي.

هغې زیاته کړه چې که یو نوماند وزیر د باور رایې ترلاسه نه کړي نو قومي مسایل رامنځته کېږي او له نورو نوماند وزیرانو غچ اخیستل کېږي او په دغه تصمیم په ناسته کې ګډوډي رامنځته کېږي.

نوموړې وويل: ((زما وړاندیز دادی چې ټول نوماند وزیران دې پروګرامونه وړاندې کړي او وروسته دې په یوه ورځ کې ټاکنې ترسره شي څو نوماند وزیرانو ته له توپیري چلند او غچ اخیستو پرته رایې ورکړل شي.))

 په ولسي جرګه کې د عزني د خلکو استازي محمد علي اخلاقي د نوماند وزیرانو د معرفي کېدو د بهیر پر اوږدېدو نیوکه وکړه او ويې ویل، نوماند وزیران د ولسمشر له خوا معرفي شوي خو تر اوسه د باور رایو ترلاسه کولو لپاره دوی ته د رایو صندوق نه دی اېښول شوی.

login or register a new account.