ژبه

ولسي جرګې د بدني روزنې او ورزش د قانون طرحه تصویب کړه

کابل (پژواک،۲۱لړم ۹۹): د کار د قانون نوې طرحه د عدلیې وزارت له خوا ولسي جرګې ته وړاندې شوه او د بدني روزنې او سپورټ د قانون د طرحې په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان د دغې جرګې له خوا تصویب شو.

د کار د قانون طرحه چې ۱۴ فصلونه او ۱۶۵ مادې لري او له دې وړاندې کابینې تایید کړې، نن د عدلیې وزارت د نوماند وزیر فصل احمد معنوي له خوا ولسي جرګې ته وړاندې شوه.

معنوي وویل چې د کار د قانون نوې طرحه، د نړیوال حقونو په ځانګړې توګه د کار او کارګر د نړیوالو حقونو په رعایتولو او د کاګرو لپاره د مساوي حقونو د ثابتوالي، د کار معقوله وده او د کار له تړونه ګټه اخیستل، د کارګرۍ د برخې پرمختګ، مزد، رخصتي او د کاګرو خوندیتوب، د کارګرو د ظرفیت لوړالی او د هېوادوالو لپاره د کار زمینه برابرول په کې ترتیب شوي دي.

بل خوا، د ولسي جرګې غړو د رایو په اکثریت د بدني روزنې او ورزش د قانون طرحه تصویب کړه.

دغه طرحه چې د ولسمشر د تقنیني فرمان په ترڅ کې نافذه شوې ده، د درېیو فصلونو او ۳۳ مادو لرونکې وه او په شپاړسمه دوره کې د ولسي جرګې د صحت کمېسیون ته راجع شوې وه؛ خو نن د رایو په اکثریت تصویب شوه.

د جرګې د روغتیا کمېسیون رییس نجیب الله ناصر د دغې طرحې په اړه وویل چې اوس مهال، د فوټبال او کرکټ دوو ادارو ۹۵ سلنه لګښتونه د نړیوالو بنسټونو (ICC) او فیفا له لارې ورکول کېږي.

هغه وویل چې کمېسیون یوازې د دغو دوو ادارو مالي مسایل استثنا نیولي او د کرکټ او فوټبال نور ټول تشکیلات او مسایل یې د بدني روزنې د ادارې تر چتر لاندې راوستي دي.

دغه طرحه د ولسي جرګې د رییس میر رحمان رحماني له خوا رایې اچونې ته وړاندې شوه او په نتیجه کې د شپږو سرو کارتونو په استثنا، د رایو په اکثریت تصویب شوه.

د نن ورځې د ناستې نصاب د رایې اچونې پر مهال اعلان نه شو؛ خو د ناستې منشي وویل چې نصاب تکمیل دی او په مجلس کې د نصاب حد، له ټولو ۲۵۰ استازو ۱۲۶ استازي دي.

login or register a new account.