ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سالنګ لویه لار د واورې ورېدو له امله د ټېلري موټرو پر مخ وتړل شوه

د سالنګ لویه لار د واورې ورېدو له امله د ټېلري موټرو پر مخ وتړل شوه

author avatar
14 Nov 2020 - 15:23
د سالنګ لویه لار د واورې ورېدو له امله د ټېلري موټرو پر مخ وتړل شوه
author avatar
14 Nov 2020 - 15:23

چاريکار (پژواک، ٢٤ لړم ٩٩): د سالنګونو د ساتنې او څارنې مسوول وايي چې په شمالي او سوېلي سالنګ کې د واورې او باد له امله دغه لویه لار د ټېلري موټرو پر مخ تړل شوې ده.

د سالنګونو د ساتنې او څارنې اجرائیو مدیر سمېع الله رحیمي پژواک خبري اژانس ته وویل چې په شمالي سالنګ کې واوره او باد او په سوېلي سالنګ کې ارامه واوره او غبار چې له تېري شپې راهیسې پیل شوي او تر دې مهاله چې ۱۲ بجې دي، دوام لري، پر دې لویه لار د ټېلري موټرو د درولو سبب شوي دي.

هغه زیاته کړه چې د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست منسوبین د شپې په اوږدو کې د خلکو د تګ راتګ پر مهال د هغوی خوندیتوب لپاره پر سړک د رېګ او مالګې په اچولو لګیا وو خو دغه لار یخک شوې ده.

نوموړي وویل چې دغه یخک د دې لامل شو چې ټېلري موټر ودرېږي؛ څو د نورو وسایطو د اخلال مخه ونیول شوي.

هغه زیاته کړه: «دا مهال له ټېلري موټرو پرته دغه لار د نورو موټرو پر مخ پرانیستې ده او موټر کولای شي له ځنځیر (چین) سره تګ راتګ وکړي.»

سرچینې ټینګار وکړ چې موټر چلوونکي باید د سالنګ پر لویه لار د سفر پر مهال د ژمي وسایل، په ځانګړې توګه چین، ګرمې جامې، احتیاطي خواړه او اضافي تېل له ځان سره ولري.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په شمالي سالنګ کې د واورې ضخامت ۳۱ سانتي متره او په سوېلي سالنګ کې ۳۰ ساتنې مترو ته رسېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.