ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل – جلال اباد پر لاره ترافيکي پېښه کې ٤ تنه مړه او ٣٢ ټپيان شوي

د کابل – جلال اباد پر لاره ترافيکي پېښه کې ٤ تنه مړه او ٣٢ ټپيان شوي

author avatar
17 Nov 2020 - 19:56
د کابل – جلال اباد پر لاره ترافيکي پېښه کې ٤ تنه مړه او ٣٢ ټپيان شوي
author avatar
17 Nov 2020 - 19:56

کابل (پژواک، ٢٧ لړم ٩٩) : د کابل – جلال اباد پر لويه لاره د سروبي ولسوالۍ په مربوطاتو کې د يوې ترافيکي پېښې له امله ٤ تنه مړه او ٣٢ نور ټپيان شوي دي.

د سروبي ولسوال شاه محمود ابراهيم خېل د لړم په ٢٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن مازيګر مهال  د زرداد غونډ ته څيرمه ساحه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، يو کاسټر موټر چې له جلال اباد څخه  کابل ته روان و، په ياده سيمه کې له سړکه اوښتې او چپه شوى، چې له امله يې د دوو ښځو په ګډون٤ تنه مړه او ٣٢ نور ټپيان شوي دي.

ولسوال وايي چې ټپيان د سروبي ولسوالۍ روغتون او کابل ته لېږدول شوي دي، خو د هغوى روغتيايي حالت په اړه يې معلومات نه درلودل.

د ننګرهار ولايت يو تن اوسېدونکي سيد اختيار سباوون په فيسبوک کې ليکلي، چې په ياده پېښه کې يې د ماماګانو د کورنۍ يوه مېرمنه مړه شوې او اوه تنه نور سخت ژوبل شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې د کابل – جلال اباد پر لويه لاره هر وخت ترافيکي پېښې رامنځته کيږي او هر کال سلګونو هېوادوالو ته مرګ ژوبله اووړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.