ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان او پاکستان د ګمرکي همکاريون په برخه کې تړون لاسليک کړ

افغانستان او پاکستان د ګمرکي همکاريون په برخه کې تړون لاسليک کړ

author avatar
18 Nov 2020 - 10:06
افغانستان او پاکستان د ګمرکي همکاريون په برخه کې تړون لاسليک کړ
author avatar
18 Nov 2020 - 10:06

کابل (پژواک، ٢٨ لړم ٩٩): د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ګمرکي همکاریو تړون لاسلیک شو او ښايي له دغه تړون سره دوه اړخیزه سوداګري او د افغان ترانزیت ستونزې کمې شي.

دغه تړون پرون په کابل کې په داسې حال کې لاسلیک شوی چې ټاکل شوې د پاکستان لومړی وزير عمران خان سبا پنجشنبې په رسمي سفر کابل ته راشي.

د دغه تړون د لاسليک په مراسمو کې د پاکستان د سوداګرۍ وزیر محمدصالح احمد فاروقي، په سوداګریزو چارو کې د لومړي وزير عمران خان سلاکار عبدالرزاق داوود او د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزير نثاراحمد غورياني ګډون کړی و.

یاد پاکستاني چارواکي دوه ورځې مخکې له ١٧ کسيز پلاوي سره کابل ته راغلي دي.

د اپټيکا په نوم دغه تړون پرون د دواړو هېوادونو د استازو ترمنځ لاسليک شو.

د پاکستان د سوداګرۍ وزیر د اپټيکا یا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترانزيټ او سوداګرۍ تړون په اوومه غونډه کې وویل، هېواد یې له افغانستان سره د سوداګرۍ نوره پراختیا غواړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترانزيټ او سوداګرۍ اوسنی تړون د ۲۰۲۱ کال په فبرورۍ کې پای ته رسېږي.

د پاکستان سفارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لورو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او افغان ترانزیټ تجارت کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په اړه خبرې وکړې.

سرچينې زياته کړې، د اپټيکا تړون په لړ کې به نورې خبرې په راتلونکې ډسمبر مياشت په اسلام اباد کې وشي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.