پاراخ (پژواک، ۲۸ لړم ۹۹): د پنجشېر د حصه اول ولسوالۍ په دوشاهي خارو کلي کې د یوې خاورینې غونډۍ د یوې برخې ښویېدو د سلګونو کورنیو لار بنده کړې او د سیمې اوسېدونکو ته یې زیانونه اړولي دي.
د پنجشېر ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس احمد ضیاء ایزداني پژواک خبري اژنس ته وویل چې په وروستیو دوو ورځو کې سخت او پرله پسې بارانونه په دې سیمه کې د خاورو د یوې غونډۍ د نرمېدو او د هغه د یوې برخې ښویېدو سبب شوي دي.
د هغه په وینا، د دې ښویېدنې له امله د دې سیمې فرعي سړک بند شوی؛ د سیمې د څښاک اوبو شبکه، یو جومات، یو د فاتحې سالون، یو پلورنځی او شاوخوا اته متره استنادي دېوال ویجاړ شوي او د ۱۱ کورنیو باغونه د سېلاب له خاورو او خځلو ډک شوي دي.
نوموړي زیاته کړه چې ۱۲ کورونه هم د یادې غونډۍ د ښویېدو له ګواښ سره مخ دي.
هغه وویل چې د یاد سړک اوس د یوه سکواټور او یوه موټر په وسیله پاکېږي.
د سیمې یوه اوسېدونکي عبداللطیف وویل چې د غره ښویېدو له امله د شاوخوا ۸۰۰ کورونو مواصلاتي لار بنده شوې ده.
هغه زیاته کړه چې د ده باغ هم د سېلاب له خاورو او خځلو ډک شوی او د پاکولو توان یې نه لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن