ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مشرانو جرګه: د بدخشان شپږ ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ دي

مشرانو جرګه: د بدخشان شپږ ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ دي

author avatar
22 Nov 2020 - 16:23
مشرانو جرګه: د بدخشان شپږ ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ دي
author avatar
22 Nov 2020 - 16:23

کابل(پژواک،۲ لیندۍ ۹۹): د مشرانو جرګې یو شمېر غړو له تاجکستان سره د بدخشان د شپږو هم سرحده ولسوالیو د سقوط ګواښ کړی او ویلي یې دي چې د ولسوالیو لاس په لاس کېدل د وسله والو مخالفینو د تقویې لامل ګرځي.

تېره اوونۍ وسله والو طالبانو د بدخشان ولایت د مایمي ولسوالۍ د سقوط او د دې ولسوالۍ د امنیه قوماندان په ګډون د یو شمېر سرتېرو د وژلو او ټپي کېدو خبر ورکړی و.

د مشرانو جرګې په نننۍ ناسته کې د بدخشان د امنیتي وضعیت په اړه بحث وشو.

په دې جرګه کې د بدخشان د خلکو استازې ګلالۍ اکبري وویل، له تېرو دوو اوونیو راهیسې د بدخشان امنیتي وضعیت خراب شوی او تېره اوونۍ د ناغېړۍ په پايله کې ۳۰ هغه سیمه ییز کادرونه چې ددې ولسوالۍ د امنیتي سرتېرو په چوکاټ کې یې دندې درلودې ووژل شول.

هغې زیاته کړه: ((طالبانو د ولسوالۍ هرڅه له ځان سره یوړل، خلک بېځایه شول خو مرکزي حکومت د ګواښونو په اړه د سیمه ییزو چارواکو د راپور سربېره هم اقدام ونه کړ او مایمي سرحدي ولسوالۍ سقوط وکړ، د ولسوالۍ او امنیتي پوستو سقوط د دښمن د تقویې سبب کېږي. طالبانو له ځان سره کافي اندازه وسلې او مهمات وړي چې له هغو څخه به د امنیتي سرتېرو پر وړاندې استفاده وکړي.))

د نوموړې په خبره، یو شمېر ولسوالۍ په ځانګړې توګه ددغه ولایت سرحدي ولسوالۍ د سقوط له خطر سره مخ دي او که پلان ورته جوړ نه شي یادې ولسوالۍ به هم سقوط وکړي.

د جرګې بل غړي کامل بېک حسیني وویل: ((بدخشان ولایت د سقوط له خطر سره مخ دی، په ځانګړې توګه له تاجکستان سره ددغه ولایت شپږ ولسوالۍ به سقوط وکړي.))

نوموړي زیاته کړه، مرکز ته د اطلاح سربېره هېڅ ډول اجراات ترسره نه شول، څو تدابیر ونیول شي او مرستندوی سرتېري ولېږل شي.

د مشرانو جرګې لومړي نایب محمد علم ایزدیار هم د بدخشان د امنیتي وضعیت د خرابېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او د هېواد له امنیتي او دفاعي سرتېرو یې وغوښتل چې د یوې سیمې له سقوط مخکې لاس په کار شي، ځکه دده په خبره د سیمو لاس په لاس کېدل د وسله والو مخالفینو د تقویې سبب کېږي.

هغه وویل، بدخشان ولایت له پاکستان او تاجکستان سره د سرحد او بېلا بېلو کانونو د لرلو له امله د طالبانو د تمویل سرچینه ده او حکومت یې باید د امنیت د ټینګښت او ګواښونو د مخنیوي په برخه کې اقدام وکړي.

د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار هم وویل، د بدخشان جغرافیايي موقعیت ته په کتو باید حکومت د دغه ولایت د امنیت ټينګښت لپاره جدي تصمیم ونیسي.

هغه زیاته کړه،: ((د بدخشان ولایت یو شمېر استازي ماته هم راغلي وو څو یې غږ ولسمشر ته ورسوم، له همدې ځایه په حکومت غږ کوم چې د بدخشان د وکیلانو او مشرانو له نفوذ څخه په استفاده د دغه ولایت د امنیت ټينګښت لپاره هڅې وکړي او د بدبختیو مخه ونیسي.))

دده په خبره، ناغېړي د یوې ولسوالۍ د سقوط لامل شوې او باید نوره تکرار نه شي.

نوموړي د جرګې له غړو په ځانګړې توګه په یاده جرګه کې د بدخشان له دوو استازو سره ژمنه وکړه چې اندېښنې به یې ولسمشر ته رسوي.

دا په داسې حال کې ده چې ملي دفاع وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي و چې د بدخشان مایمي ولسوالۍ یې د طالبانو له وجوده پاکه کړې ده.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.