ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یو شمېر خبریالان د یما سیاوش د وژنې قضیې پر جدي پلټنه ټينګار کوي

یو شمېر خبریالان د یما سیاوش د وژنې قضیې پر جدي پلټنه ټينګار کوي

author avatar
22 Nov 2020 - 10:22
یو شمېر خبریالان د یما سیاوش د وژنې قضیې پر جدي پلټنه ټينګار کوي
author avatar
22 Nov 2020 - 10:22

کابل (پژواک، ۲ لېندۍ ٩٩): یو شمېر خبریالان مرکزي بانک په بې تفاوتۍ او د یما سیاوش د قضیې په اړه د اطلاعاتو پر نه وړاندې کولو تورنوي او له حکومته غواړي چې یاده موضوع وڅېړي او په دې اړه د هېواد د رسنیو ټولنې ته قانع کوونکي دلایل وړاندې کړي.

د افغانستان د مرکزي بانک عمومي اړیکو د چارو سلاکار یما سیاوش د دغه بانک له دوو نورو کارکوونکو سره یو ځای د روان کال د لړم په ۱۷مه د کابل ښار په مکروریانو سیمه کې په یوه چاودنه کې ووژل شو.

د یما سیاوش کورنۍ له یادې پېښې درې ورځې وروسته شکایت ثبت کړ او له دولته یې په یوه لیک کې وغوښتل چې د دوی د زوی د مرموز قتل په اړه څېړنه وکړي: ((په مرکزي بانک کې د یما سیاوش د جذب په برخه کې د دغه بانک د مسوولینو ټینګار موږ ته د یادې پېښې په اړه پوښتنې او ابهام رامنځته کړی دی.))

په یاد لیک کې راغلي، د یما موټر د ((موقعیت پیدا کوونکې)) اله درلوده، د یما سیاوش له انتقال وروسته یې د درېدو ځای هم د مرکزي بانک پارک دی؛ نو ځکه ضروري ده چې د یما سیاوش له مقررۍ وروسته د مرکزي بانک د دولتي موټر د تګ راتګ او درېدو جریان او د نوموړي د وژل کېدو ورځ د ((موقعیت پیدا کوونکې)) الې او د ارګ شاوخوا امنیتي کامرې چک شي.

د یادو اندېښنو په دوام او د دې قضیې په اړه د افغانستان د مرکزي بانک د مسوولینو د غفلت په تعقیب تېره ورځ یو شمېر خبریالان د اعتراض په توګه مرکزي بانک ته ولاړل څو د یاد بانک له مسوولینو اطلاعات ترلاسه کړي، خو د بانک هېڅ چارواکی حاضر نه شو چې په دې اړه د خبریالانو پوښتنې ځواب کړي.

په ورته وخت کې تېر ماښام د افغانستان مرکزي بانک په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د پېښې په اړه امنیتي او کشفي ارګانونه څېړنې کوي.

په یاده خبرپاڼه کې راغلي: ((افغانستان بانک له کشفي او امنیتي بنسټونو سره هر اړخیزه همکاري کړې او د پېښې د تثبیت لپاره به هېڅ دول هڅې درېغ نه کړي.  د موټر د (GPS) معلومات، د بانک د امنیتي کامرو انځورونه او نور معلومات له امنیتي او کشفي ارګانونو سره شریک شوي او تر پلټنو لاندې دي.))

په ورته وخت کې نن (د لېندۍ دویمه) یو شمېر خبریالان د دې ستونزې د حل لپاره اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون ته ورغلي او د دغه بنسټ له مسوولینو سره یې په یاده موضوع خبرې کړې دي.

د یک خصوصي ټلوېزیون خبریال شکېب مولوي زاده پژواک خبري اژانس ته وویل: ((د ۱۶ ورځو په تېرېدو د مرکزي بانک هېڅ مسوول نه دی حاضر شوی چې د یما سیاوش د قضیې څرنګوالي په اړه یوه کلمه خبرې وکړي.))

د هغه په خبره، دا د خلکو او یما سیاوش د کورنۍ حق دی چې مرکزي بانک د نوموړي د وژل کېدو د قضیې او شته ابهاماتو د څرنګوالي په اړه قانع کوونکي دلایل وړاندې کړي.

د تمیم نصیح په نوم بل خبریال هم د مرکزي بانک د مسوولینو له خوا اطلاعاتو ته پر نه لاس رسي نیوکه وکړه او وویل: ((مرکزي بانک تر اوسه د یما سیاوش د وژنې د قضیې په اړه لومړني معلومات نه دي شریک کړي په داسې حال کې چې په دې اړه ډېرو اطلاعاتو ته اړتیا ده.))

هغه زیاته کړه، حکومت مکلف دی چې د یما سیاوش د وژنې قضیه په جدي توګه وڅېړي او په دې اړه پرمختګ او څرنګوالی له خلکو سره شریک کړي.

نوموړي وویل: ((لسګونه قضیې د څېړنو په پلمه ورکې او هېرې شوې دي، حکومت او مرکزي بانک په یو ډول غواړي دغه قضیه هم له یاده وباسي.))

یو بل خبریال وسیم وصال وویل: ((قضیه ډېره ګونګه او مبهمه ده چې د یما سیاوش په موټر کې څرنګه ماین ځای پر ځای شو؟ چېرته درېده؟))

هغه زیاته کړه چې مرکزي بانک باید دغه موارد په جدي توګه وڅېړي او په دې تړاو خلکو ته اطلاعات ورکړي.

اطلاعاتو ته د لاس رسي کمېسیون رییس عین الدین بهادري هم د اندېښنې په څرګندولو اطلاعاتو ته د نه لاس رسي په اړه وویل، په یو شمېر ادارو کې د اطلاع رسولو فضا له ستونزې سره مخ شوې ده.

هغه زیاته کړه: ((د ادارو مسوولین باید د یوې موضوع په اړه نه یوازې مرکه وکړي بلکې ټول اسنادُ ویډیو، انځور او هر هغه شی چې په واک کې لري له رسنیو سره شریک کړي.))

هغه وویل، د مرکزي بانک د چلند په اړه له دې ادارې سره څو شکایتونه ثبت شوي او په ځينو مواردو کې دغه کمېسیون ته ځواب ورکوونکي نه دي.

بهادري ژمنه وکړه چې د موجوده ستونزې د حل لپاره به ګام واخلي.

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون کمېشنر حمدالله ارباب وویل، هېڅوک نه شي کولای د خلکو له سترګو حقایق او معلومات پټ کړي، هره اداره مکلفه ده چې د اړتیا وړ معلومات له خلکو سره شریک کړي.

هغه زیاته کړه: ((حکومت باید خلکو ته ووايي چې دې قضیې تر کومې پرمختګ کړی اوستونزه دلته ده؛ داسې نه کېږي چې خلک منتظر وي او ونه پوهېږي چې څېړنې څه وخت پای ته رسېږي.))

بلخوا د بشر حقونو کمېسیون ویاند ذبېح الله فرهنګ پژواک ته وویل: ((امنیتي او کشفي نهادونه مسوولیت لري چې د دې قضیې عاملین عدلي او قضايي بنسټونو ته وسپاري او عدالت پرې تامین کړي.))

دا په داسې حال کې ده چې د مشرانو جرګې غړي امان الله نظري هم رسنیو ته ویلي چې مرکزي بانک باید د یما سیاووش د قضیې په اړه ټول اطلاعات له رسنیو سره شریک کړي او حکومت مکلف دی چې دا قضیه په جدي توګه وڅېړي.

پژواک هڅه وکړه چې د یما سیاووش او دوو نورو کسانو د وژنې د قضیې په تړاو د یو شمېر خبریالانو، اطلاعاتو ته د لاس رسي کمېسیون او سنا مجلس د اندېښنو په اړه د مرکزي بانګ نظر واخلي خو له پرله پسې اړیکو وروسته هم په دغه چاره بریالی نه شو.

یما سیاووش په کاپیسا کې زېږېدلی او د حقوقو او سیاسي علومو په څانګه کې یې زده کړې درلودې. یما سیاووش د یوې لسیزې لپاره له بېلا بېلو رسنیو سره دنده ترسره کړې وه او د هېواد یو مطرح مجري و. نوموړي په دې وروستیو کې د افغانستان د مرکزي بانک د عامه اړیکو د چارو د سلاکار په حیث دنده پیل کړې وه.

Visits: 11

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.