ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرچينه : پومپيو د دولت له مرکچي پلاوي سره ليدنه کې ددوامداره مرستو ډاډ ورکړى

سرچينه : پومپيو د دولت له مرکچي پلاوي سره ليدنه کې ددوامداره مرستو ډاډ ورکړى

author avatar
23 Nov 2020 - 16:38
سرچينه : پومپيو د دولت له مرکچي پلاوي سره ليدنه کې ددوامداره مرستو ډاډ ورکړى
author avatar
23 Nov 2020 - 16:38

کابل (پژواک،٣ ليندۍ٩٩): د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د دولت د سولې مرکچي پلاوي سره د ليدنې پرمهال ويلي چې د جوبايډن په راتګ سره به هم د افغانستان په اړه د امريکا سياست ډېر بدلون ونه مومي او  له افغانستان سره به د امريکا مرستې جاري وي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو دوه ورځې مخکې قطر ته د سفر پر مهال ددغه هېواد له چارواکو سره د ليدنو کتنو ترڅنګ دافغان دولت او طالبانو د سولې له مرکچي پلاوو سره يې هم جلا جلا ليدنې درلودې.

 د افغانستان دولت د مرکچي پلاوي يوه غړي چې په دې ناسته کې يې ګډون کړى و، د نوم نه څرګندولو په شرط د ليندۍ په ٣مه، پژواک اژانس ته وويل، چې پومپيو ته يې په افغانستان کې د وروستيو نا امنيو، چاودنو، بريدونو او جګړو په اړه چې خلک ترې کړيږي، بشپړ معلومات ورکړل.

د سرچينې په وينا، دامريکا د بهرنيو چارو وزير ته يې په ډاګه کړه چې د افغانستان د خلکو لومړنۍ غوښتنه ژر اوربند او د جګړې پاى دى.

يادې سرچينې وويل، د امريکا د بهرنيو چارو وزير ددې ليدنې پر مهال د افغانستان دولت د مرکچي پلاوي ستاينه وکړه، چې خپل اتحاد او اتفاق  يې ساتلى او دغه کار ثابته کړه چې تاسو د يوه واحد نظام لپاره کار کوئ.

دغه غړى وايي، د امريکا د بهرنيو چارو وزير ورته ويلي چې دوى به د تل لپاره له افغانستان سره خپلې مرستې جاري وساتي او له امنيتي ځواکونوسره به يې خپل فعاليتونه په دومداره توګه دوام ولري .

پومپيو ويلي: (( موږ غواړو چې تاوتريخوالى کم شي او اوربند وشي.))

د سرچينې په وينا، پومپيو زياته کړه : (( په دې کې شک نشته چې د امريکا حکومت به بدلون مومي،زموږ سرتېري به له ٤٥٠٠ څخه ٢٥٠٠ ته راکم شي، خو بيا به هم امريکا له افغان امنيتي ځواکونو سره خپلو مرستو او فعاليتونو ته دوام ورکړي.))

په قطر کې يوه بله سرچينه وايي چې مايک پومپيو ددولت له مرکچي پلاوي سره د ليدنې پرمهال ويلي چې د جوبايډن په راتګ سره به د افغانستان په اړه د امريکا سياست ډېر تغيير  ونه کړي اوله افغانستان سره به د امريکا مرستې جاري وي.

بلخوا دغو پورته دواړو باوري سرچينو د دولت د مرکچي پلاوي د مشر معصوم ستانکزي د لرې کېدو په اړه خپرې شوې اوازې له حقيقته لرې وګڼلې او زياته يې کړه،ډېر امکان شته چې ستانکزى د سه شنبې په ورځ بېرته له کابله قطر ته ستون شي.

پرون په کابل کې داسې اوازه خپره شوې وه چې ګواګې ولسمشرغني ستانکزى له اوسنۍ دندې لري کوي، خو تراوسه ددولت رسمي سرچينو په دې اړه غبرګون نه دى ښودلى.

پر طرزالعمل له موافقې وروسته د افغان دولت مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزی له ولسمشر سره د مشورو لپاره کابل ته راغلى دى.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير له مرکچي پلاوو سره تر ليدنو وروسته په خپل په ټويټر کې ليکلي چې له مذاکراتي ټيمونو سره د ليدنو پر مهال يې د هغوى د وروستيو پرمختګونو ستاينه وکړه.

پومپيو زياته کړې، دواړه لوري يې وهڅول چې خپلو خبرو ته پراختيا ورکړي، څو يوه هر اړخيز او دايمي اوربند ته لاره هواره شي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.