ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشرغني: له طالبانو سره هوکړه بايد مشروطه وي

ولسمشرغني: له طالبانو سره هوکړه بايد مشروطه وي

author avatar
24 Nov 2020 - 16:34
ولسمشرغني: له طالبانو سره هوکړه بايد مشروطه وي
author avatar
24 Nov 2020 - 16:34

کابل(پژواک، ۴ لیندۍ ۹۹):  ولسمشر محمد اشرف غني د جينوا کنفرانس ته وويل چې له طالبانو سره هوکړه باید په شرطونو واوسي او اجازه نه ورکوي چې “تېر تریخ تاریخ” بیا تکرار شي.

هغه دغه څرګندونې نن د لړم په ٤مه، د افغانستان په اړه د جنیوا د مرستو او همکاريو دوه ورځني کنفرانس دويمې ورځې غونډې ته وکړې.

دغه کنفرانس ته د نړۍ له شاوخوا سلو هېوادونو او نړیوالو مرستندویو سازمانونو وزیران او استازي په حضوري او د کرونا ويروس له امله د ويډيو له لارې را ټول شوي دي.

ولسمشر محمد اشرف غني دغې غونډې ته وویل چې له طالبانو سره هوکړه باید په شرطونو واوسي او اجازه نه ورکوي چې “تېر تریخ تاریخ” بیا تکرار شي.

دی وايي:”په دوحه کې زموږ شتون اصلي موخه په هېواد کې د سولې ټینګښت دی. ”

هغه زياته کړه، د افغانستان خلکو لومړیتوب سوله ده او طالبان باید پوه شي چې د ملکي کسانو وژنه کوم ځای نه نیسي او دا بهیر باید ودروي.

ولسمشر غني وويل، د دوی کاري تګلاره د سولې په اعمار، دولت جوړولو او مارکېټ جوړولو باندې ولاړه ده چې دغه تګلاره د افغانستان د پراختیا او سولې ملي چوکاټ په دویمه نسخه کې منعکس شوې ده.

نوموړى وايي:”په وروستیو دوو کلونو کې، افغانانو له طالبانو سره د سیاسي هوکړې له لارې دوامداره سولې ته د رسېدو لزومیت پر اساس ملي اجماع جوړه کړه؛ هغه سوله چې د هېواد د اساسي قانون ارزښتونو او د بشري حقونو بین المللي معیارنو سره په مطابقت کې وي.”

د هغه په وینا، افغان حکومت د سولې بهیر تسهیل لپاره ګامونه پورته کړي؛ لکه په ۲۰۱۸ زیږدیز کال کې یې درې ورځنی اوربند کړی او له ۵زرو زیات داسې طالبان یې خوشې کړي چې د خلکو په وژنو تورن وو.

ولسمشر غني له نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړه چې سولې ته د رسېدو لپاره له دوی سره ودرېږي، تر څو لاسته راوړنې یې خوندي وساتل شي.

هغه وويل چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه دا مهاله په خپلواکه توګه ۹۶ سلنه عملیات تر سره کوي.

ده زیاته کړه چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په هلمند، کندهار، بدخشان او یو شمېر نور ولایتونو کې د طالبانو وروستي بریدونه پر شا تمبولي دي.

ولسمشرغني زياته کړه، افغانستان دا مهال له نړیوال تروریزم سره د مقابلې په لومړۍ کرښه کې دی او ويې ويل چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د هېواد د ولایتونو او ولسوالیو امنیت نیولی دی.

دغه راز ولسمشر وویل، د بېوزلۍ کمول، د خلکو د معیشتي وضعیت ښه کول، کارموندنه او هوساینه هغه اقدامات دي چې د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره یې پیل کړي دي.

دی وايي، په تېرو څلورو کلونو کې ۷ سلنه د بې وزلې کچه راکمه شوې او هر کال ۴۰۰ زره افغانان د کار بازار ته وړاندې کېږي، خو په وروستیو کې د کرونا ویروس له امله اړ شوي چې خپل پراختیايي لومړیتوبونه وځنډوي او خپلې محدودې سرچینې له دغې ناروغۍ سره د مبارزې لپاره تخصیص کړي.

د یادولو ده چې دغه کنفرانس ته د ځينو هېوادونو استازو ویناوې وکړې او له افغانستان سره یې د شاوخوا شپږ ميليارده ډالرو مرستو اعلان هم وکړ.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.