جلال اباد (پژواک، ٥ لېندۍ ۹۹): ننګرهار کې نږدې ۹۰ کاله وړاندې د پخواني پاچا محمد نادرشاه په فرمان جوړ شوی د نجم الدين اخوندزاده تاريخي ديني دارالعلوم لا هم د زده کوونکو د تدريس لپاره ودانۍ نه لري.
د دغه دارالعلوم مسوولين وايي، اوس د دغه دارالعلوم د ليليې له ودانۍ د اوسېدو او تدریس دواړه لپاره کار اخلي.
دوی وايي، د پوهنې رياست ورته هر ځل ويلي چې حکومت خپله بودجه نه لري او د مدرسو د رغونې لپاره ورسره بهرنۍ موسسې همکاري نه کوي.
نږدې ۹ لسيزې وړاندې جوړ شوي د نجم الدين اخوندزاده دغه ديني دارالعلوم د موسی شفيق په څېر سلګونه او زرګونه کدرونه افغان ټولنې ته وړاندې کړي او يو وخت يې د هېواد او سيمې په کچه ښه شهرت پيدا کړی و.
خو لا يې هم زده کوونکي د ښه چاپېريال لرونکي نه دي او د ارګ هغه وعده هم ورته دروغجنه ښکاري چې د ارګ او د ممبر د نږدېوالي لپاره شوې وه.
د دغه دارالعلوم يو سپين ږيری استاد مولوي محمد سعيد چې همدلته يې زده کړې کړي وايي، په پخوانيو حکومتونو کې دغه دارالعلوم ته که د ودانۍ په برخه کې خاصه پاملرنه نه ده شوې نو نورې ټولې ستونزې يې حل وې خو اوس نه ودانۍ لري او نه نورې اسانتياوې.
هغه پژواک ته وويل، د دغه دارالعلوم له ۱۲ څخه فارغېدونکي کسان به پخوا د قاضي په توګه مقررېدل او بهرنيو هېوادونو ته يې د افغان ځوانانو د تګ مخه هم نيولې وه.
د دارالعلوم مسوولين وايي، زده کوونکي اوس په هغه تعمير کې اوسېږي چې دوه لسيزې وړاندې د ليليې لپاره جوړ شوی و، پخوانۍ تدريسي ودانۍ يې ابتدائيه دورې ته سپارلې او داسې لوی تعمير نه لري چې زده کوونکي په کې د ليلیې له چاپيریال لرې زده کړې وکړي.
د نجم الدين اخونزاده دارالعلوم سرپرست امر محمد صديق وايي، هر ځل چې د پوهنې رييس بدل شوی او دوی ورته د ودانۍ د جوړولو وړانديز کړی نو هغه ورته ويلي چې حکومت خپله بوديجه نه لري او بهرني موسسات د مدرسو د رغولو لپاره دوی سره همکاري نه کوي.
زده کوونکي د تدريسي ودانۍ نشتوالي ترڅنګ دوی ته د ليلیې او يا هم د بديلو امکاناتو له نه ورکړې هم شکايت کوي.
عزيزالرحمن چې دغلته د ۱۳م ټولګي زده کوونکی دی وايي، زده کوونکو ته له تېرو اتو مياشتو راهېسې د ليليې د لګښتونو پيسې هم نه دي ورکړل شوي او تياره ډوډۍ خو پرې له وړاندې بنده وه.
بلخوا د ننګرهار د پوهنې اداره وايي، پلان کې ده چې راتلونکی کال د سعودي عربستان په مرسته دغه تاريخي دارالعلوم ته ودانۍ ورغول شي.
د ننګرهار د پوهنې رييس حسيب الله شينواري که څه هم پژواک سره خبرو کې وويل چې دغه دارالعلوم پخوانۍ ودانۍ موجود ده او هلته د نا امنۍ له وجې بل ځای ته دارالعلوم لېږدول شوی خو وايي، راتلونکی کال به د سعودي عربستان په مرسته په اوسني ځای کې لويه ودانۍ ورته جوړه شي.
Visits: 5
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن