جلال اباد (پژواک، ۵ لېندۍ ۹۹): د ننګرهار کانال ادارې له يوه خصوصي شرکت سره په ګډه ۲۲۰ جريبه ځمکه کې تفريحي او سوداګريزه ساحه جوړوي چې د مسوولینو په خبره، سلګونه کسانو ته به د کار زمينه برابره کړي.
د زهيراسحاق شرکت به د بهسودو ولسوالۍ اړوند عبدالخېلو سيمه کې يو لوی تفريحي پارک، د ماهي پخولو هوټلونه، د ماهيانو د روزنې فارمونه او نورې کرنيزې چارې ترسره کړي.
د دغې ساحې د جوړېدو کارونه کال وړاندې پيل شوي و چې پرون يې ۸۰ جريبه کرنيز فعاليت ته چمتو او پرانېستل شوه.
د ننګرهار د کانال رييس عبدالقهار حيدري وايي، دغه ځمکه د کونړ سيند په څنډو کې پرته ده او له کلونو راهيسې ترې ګټه نه اخیستل کېده چې د رغونې او کرنيز فعاليت په موخه يې زهير اسحاق شرکت ته د پنځو کلونو لپاره په قرارداد ورکړه.
نوموړي وويل، چې ياد شرکت له لوري اتيا جريبه ځمکه کرنيز فعاليت ته چمتو شوې چې پرون يې رسماً پرانیسته وشوه او پاتې نوره به هم ډېر ژر ګټې اخيستنې ته چمتو شي.
د کانال رييس وايي چې په دې سيمه کې د دوی اړوند ۱۷۰ هکتاره ځمکه شتون لري او هيله يې وښوده، چې د کرنيز فعاليت لپاره به يې چمتو کړي.
د اسحاق زهيرشرکت مسوول سفيراسحاق وايي چې په دې ځمکه کې به د کرنيز فعاليت ترڅنګ تفريحي پارک، د ماهيانو روزنې حوضونه او د شيريخ هټۍ هم جوړې کړي او هېوادوالو ته به په کې لازم خدمات وړاندې کړي.
همدا راز د ياد شرکت له لوري د ځمکې تخريب مخنيوي په موخه استنادي ديوال هم جوړيږي، چې ورسره به ياده او څېرمه ځمکه د کونړ سيند له تخريبي څپو څخه خوندي شي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن