ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

روغتیا وزارت: یوازې ۳۰ سلنه وګړي ماسک کاروي

روغتیا وزارت: یوازې ۳۰ سلنه وګړي ماسک کاروي

author avatar
26 Nov 2020 - 15:00
روغتیا وزارت: یوازې ۳۰ سلنه وګړي ماسک کاروي
author avatar
26 Nov 2020 - 15:00

کابل (پژواک،۶ لېندۍ ۹۹): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د کرونا ويروس د مثبتو پېښو ډېروالي په اړه اندېښنه څرګندوي او له خلکو غواړي څو د ټولو روغتیایي لارښوونو رعایتولو ترڅنک ماسک هم وکاروي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند اکمل سمسور نن (د لېندۍ ۶مه) په کابل کې یوې خبرې ناستې ته وویل چې د کرونا ويروس مثبتې پېښې تېرو اوونیو ته په کتو ډېرې شوې دي.

هغه وویل چې په ۴۶مه اوونۍ کې چې تېره اوونۍ هم د هغه شاملع ده، د کوويډ-۱۹ له امله د مړه شوو شمېر ۷۰ کسان راپور شوی، په داسې حال کې چې په ۴۵مه اوونۍ کې دغه شمېر ۴۳ کسان اعلان شوی و.

سمسور دغه راز د کوويډ-۱۹ روغتونونو ته د ناروغانو ورتګ مخ په زیاتېدو وباله او ویې ویل: «په مرکز او ولایتونو کې د کرونا روغتونونو ډېری بسترونه له یادو ناروغانو ډک شوي دي.»

هغه له کوره بهر د ماسک کارولو په اړه د خلکو بې پروايۍ ته په اندېښې سره زیاته کړه: «څېرنې ښیي چې یوازې دېرش سلنه وګړي له ماسک څخه ګټه اخلي.»

هغه ډاډ ورکړ، هغه مهال چې ۹۵ سلنه وکړي ماسک واغوندي، په ټولنه کې د کرونا وېروس کنټرولیږي.

د سمسور په وینا، روغتایي وړاندوینې ښيي چې د دغه وضعیت د دوام په صورت کې به د وري میاشتې تر لومړیو د کرونا ويروس د مثبتو پېښو کچه، د دویمې څپې د اوج په اوونۍ کې ۹۵زره پېښو ته ورسېږي؛ خو په هغه صورت کې چې ۹۵ سلنه خلک ماسک وکاروي، دغه شمېر به ۷زره کسانو ته راټيټ شي.

هغه همداراز زیاته کړه چې د شته وضعیت د دوام او وقایوي اصولو ته د خلکو  د نه پاملرنې په صورت کې به د وړاندوینو له مخې د وري میاشتې تر لومړیو د کوېډ ۱۹ له امله د مړو شمېر ۶۲۰۰ کسانو ته ورسیږي؛ خو د ماسک اغوستلو په صورت کې به دغه شمېر هم ۲۴۰۰ مړو ته راټیټ شي.

هغه په تېره یوه شپه او ورځ کې د کرونا وېروس د پېښو په اړه وویل چې د دولتي او خصوصي روغتونونو په لابراتوارونو کې له ټولو ۱۲۷۸ شکمنو نمونو، ۲۲۶ هغه یې مثبتې پېژندې شوې دي.

هغه وویل چې په یوه شپه او ورځ کې د کوېډ-۱۹، ۸۷ ناروغان بېرته رغېدلي خو ۹ نور یې مړه شوي دي.

سمسور له هېوادوالو وغوښتل چې د خپل فردي او ټولنیز مسوولیت په درک کولو او د روغتیايي اصولو په رعایتولو سره خپل او د نورو ژوند ته پام وکړي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.