ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې نږدې ۲۵زره کیلوګرامه نشه يي توکي وسوځول شول

ننګرهار کې نږدې ۲۵زره کیلوګرامه نشه يي توکي وسوځول شول

author avatar
28 Nov 2020 - 15:58
ننګرهار کې نږدې ۲۵زره کیلوګرامه نشه يي توکي وسوځول شول
author avatar
28 Nov 2020 - 15:58

جلال اباد (پژواک، ۸ لېندۍ ۹۹): د ننګرهار پوليسو په تېرو دوو کلونو کې د ګڼو عملياتو پر مهال ترلاسه کړي  ۲۴زره او ۵۹۷ کيلوګرامه نشه يي توکي په عام محضر کې وسوځول.

چارواکي وايي، دا نشه يي توکي د ۱۳۹۸ او ۱۳۹۹ کلونو په اوږدو کې نيول شوي چې په تړاو يې ۵۷۰ کسان هم پوليسو نيولي وو.

ياد نشه يي توکي چې په کې هيروين، چرس، الکولي مشروبات او کيمياوي توکي شامل و، د لېندۍ په ۸مه د بهسودو ولسوالۍ د سرخ ديوال په سيمه کې وسوځول شول.

د ننګرهار والي ضياءالحق امرخېل رسنيو ته وويل چې په ۵۱۰ بېلابېلو قضيو کې ٢٤زره پنځه سوه اووه نوي کيلوګرامه نشه يي توکي چې په کې هيروين، چرس، الکولي مشروبات، کيمياوي او نور توکي شامل وو، په ۱۳۹۸ او ۹۹ کلونو کې د پولیسو له لوري ترلاسه شوي دي.

هغه زياته کړه، د يادو نشه يي توکو په تور ۵۷۰ کسان له ۲۱۳ وسايطو سره يو ځای نيول شوي دي.

دغه راز له یادو کسانو سره ۲۵۷ میله بېلابېل ډول وسلې او دوولس زره درې سوه يوولس مرمۍ هم ترلاسه شوي دي.

د ننګرهار امنيه قوماندان پاسوال غلام سنايي ستانکزي وويل چې په یادو نشه يي توکو کې ۵۴۲ کيلوګرامه هيروين، ۷۸۹ کیلوګرامه تریاک، ۱۱۰۴۵ کيلوګرامه چرس، ۱۲۳۵ کيلوګرامه جامد کيمياوي مواد، ۸۹۳۰ کيلوګرامه خاشخاش او بنګ دانې، ۸۹۰ لېتره الکولي مشروبات او مايع کيمياوي مواد، ۴۵ کيلوګرامه مت امفتامین او نور شامل دي.

که څه هم هره ورځ د ننګرهار امنيتي چارواکي په دغه ولايت کې د نشه يي توکو ترلاسه کولو خبرونه خپروي خو په جلال اباد ښار کې د روږدو شمېر مخ پر ډېرېدو دی.

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.