ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملي امنیت: د کوېټې شورا طالبانو ته لارښوونه کړې څو د ګڼې ګوڼې پر ځایونو بریدونه وکړي

ملي امنیت: د کوېټې شورا طالبانو ته لارښوونه کړې څو د ګڼې ګوڼې پر ځایونو بریدونه وکړي

author avatar
29 Nov 2020 - 09:36
ملي امنیت: د کوېټې شورا طالبانو ته لارښوونه کړې څو د ګڼې ګوڼې پر ځایونو بریدونه وکړي
author avatar
29 Nov 2020 - 09:36

کابل (پژواک، ۹ لېندۍ ۹۹): د ملي امنیت ریاست وايي، ترلاسه شوي معلومات ښیي چې د کوېټې شورا وسله والو طالبانو ته لارښوونه کړې څو په هغو سیمو کې ترهګریز بریدونه وکړي چې د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره وي او مسوولیت یې هم پر غاړه وانه خلي.
د ملي امنیت عمومي ریاست مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي: «د دغه ریاست ځانګړو ځواکونو په کابل ښار کې د هدفي عملیاتو په لړ کې د طالبانو د «ترهګرې» ډلې یوه ماین خښوونکې هسته نیولې ده.»
سرچینه زیاتوي، نقیب الله د غلام نبي زوی چې د مشهودالله او دادالله د طالب قوماندانانو له خوا دې ډلې ته جذب شوی و، طالبانو ته یې د پروان سیاه ګرد ولسوالۍ ته د امنیتي او دفاعي ځواکونو له تګ را تګ څخه ۱۴ ځلې خبر ورکړی و.
په خبرپاڼه کې راغلي چې نقیب الله مخکې له دې چې کابل ولایت ته لېږل کېږي، د طالبانو د درېیو ماین اېښودونکو ګروپونو سرپرستي پر غاړه اخلي او دغو ډلو دنده لرله چې څو چسپکي ماینونه ځای پر ځای کړي، د امنیتي ځواکونو وسایط او موټرو ته هم چاودنه ورکړي.
د خبرپاڼې په بله برخه کې راغلي چې د ملي امنیت عمومي ریاست د معلوماتو له مخې، د طالبانو ډله د کوېټې شورا له لارښوونې سره سم، هوډ لري په هغو سیمو کې ترهګریز بریدونه وکړي چې ګڼه ګوڼه ډېره وي.
په خبرپاڼه کې راغلي: «دغو ډلو ته دنده ورکړل شوې څو د تروریستي بریدونو له ترسره کولو وروسته، د هغو مسوولیت پر غاړه وانه خلي.»
د ملي امنیت عمومي ریاست هېوادوالو ته ډاډ ورکوي چې د تروریستي ډلو ښاري هستې به معلومې کړي او ډېر ژر به یې ونیسي او یا به یې هم له منځه یوسي.
سرچینې زیاته کړې، هېڅ ډول خنډ نه شي کولای د تروریستي ډلو پروړاندې د دغې ادارې د ارادې خنډ وګرځي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.