ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په اروزګان کې ١٤١زره ماشومان د ګوزڼ له واکسينه بې برخې دي

په اروزګان کې ١٤١زره ماشومان د ګوزڼ له واکسينه بې برخې دي

author avatar
30 Nov 2020 - 16:38
په اروزګان کې ١٤١زره ماشومان د ګوزڼ له واکسينه بې برخې دي
author avatar
30 Nov 2020 - 16:38

ترینکوټ ( پژواک، ١٠ لیندۍ ۹۹): روغتیایي مسوولین وایي چې په روان زېږديز کال کې د اروزګان ولایت په مرکز ترینکوټ او ولسوالیو کې د پولیو ۶۶ مشکوکې او څلور مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

ځايي مسوولين وايي، دا ځل به هم یوازې په هغو سیمو کې د پوليو واکسين د تطبيق لړۍ عملي کیږي، چې تر دولتي حاکمیت لاندې وي.

د اروزګان د عامې روغتیا رییس ډاکتر غفار وطنوال وایي، داځل به هم د ١٨٦ زره ماشومانو له ډلې څخه یوازې ٤٥ زره ماشومان چې په امن سیمو کې اوسیږي واکسین کړل شي.

هغه زياته کړه، په ګیزاب او دهراوود ولسوالیو کې هم د وروستیو نا امنیو له امله کمپاین نه شي پلي کېدای، چې دواړو ولسوالیو کې به داځل څه باندې څلویشت زره ماشومان د پولیو واکسین له تطبیق څخه بې برخې شي.

د نوموړي په وينا، په دغه ولایت کې سږکال د پولیو ۶۶ مشکوکې او ۴ مثبتې پېښې ثبت شوې او که د واکسین تطبیق پر وړاندې شته خنډونه همداسې پاتې شي، نو شمېره به يې لوړه شي.

د اروزګان والي عمرشېرزاد د طالبانو له خوا د پولیو رضاکارانو ته د هغوی تر واک لاندې سیمو کې د واکسین تطبیق اجازه نه ورکول د اندېښنې وړ وبلله.

شېرزاد وایي، وسله وال طالبان دې د ماشومانو راتلوونکي ژوند ته پاملرنه وکړي او اجازه دې نه ورکوي، ترڅو په کوزڼ اخته شي.

د اروزګان والي له قومي مخورو، دیني عالمانو او د کورنیو له مشرانو هم وغوښتل چې په نا امنه سیمو کې د واکسین پلي کولو اړوند هڅې وکړي.

د يادونې ده، چې له تېرو درېيو کلونو راهیسې وسله وال طالبان په اروزګان کې کور په کور د واکسین تطبیق ته اجازه نه ورکوي، چې له امله یې په هر کمپاین کې تر سل زرو زیات ماشومان له واکسین څخه بې برخې کیږي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.