ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: د پوهنې په وزارت کې د اصلاحاتو نوې لړۍ پيل شوې ده

چارواکي: د پوهنې په وزارت کې د اصلاحاتو نوې لړۍ پيل شوې ده

author avatar
2 Dec 2020 - 11:41
چارواکي: د پوهنې په وزارت کې د اصلاحاتو نوې لړۍ پيل شوې ده
author avatar
2 Dec 2020 - 11:41

کابل (پژواک، ۱۲ لېندۍ ۹۹): د پوهنې وزارت چارواکي وايي چې له کلونو وروسته په دغه وزارت کې د اصلاحاتو نوې لړۍ پيل شوې چې له مخې يې څلور کوچني معينيتونه د تعليم او تربيې په نوم د يوه معينيت تر چتر لاندې راوستل شوي دي.

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې مرستيال ډاکتر عطاءالله واحديار له پژواک سره د يوې ځانګړې مرکې پر مهال وويل چې د اسلامي تعليماتو معينيت په ګډون هېڅ اداره له منځه نه ده تللې او په خبره يې چې ځينې مغرضې کړۍ په دې اړه ناوړه تبليغات کوي.

واحديار وايي چې په وزارت کې د ځينو موازي ادارو شتون او پړسېدلي تشکيلات لويې ستونزې دي چې په خبره يې د نوي پیل کړي ريفورم په لړ کې به يې حل ته پام وشي.

واحديار زياتوي چې له تېرو پنځو کلونو راهيسې په ياد وزارت کې د اصلاحاتو لپاره بحث روان و چې په بالاخره يې د وزارت د نوې رهبرۍ له خوا دا لړۍ پيل او د عمومي تعليماتو سربېره به د دارالعلوم او دارالحفاظونو زده کوونکو ته هم ځانګړی پام کېږي.

ده زياته کړه چې د ښوونکو او کتابونو کموالی او ځينې نورې ستونزې يې د توجه په محراق کې دي او که همکاري ورسره وشي، په خبره يې، په دغه وزارت کې به زيات مثبت بدلونونه رامنځته شي.

ده زياته کړه: ((پخوا هم پوهنې وزارت د تدريسي په نوم يو معينيت درلود، بېرته هماغه پخواني تشکيل ته تللي يو. اسلامي تعليمات، عمومي تعليمات، سواد اموزي، نصاب او تربيه معلم ټول تر يوه چتر لاندې راغلي او نوم مو تعليم و تربيه ورکړی دی.))

عطالله واحديار وايي چې د نوې طرحې پر بنسټ به د هېواد له جوماتونو د ښوونيزو مرکزونو په توګه استفاده وشي او زیاتوي چې په ځينو سيمو کې به د ښوونځيو د لرېوالي ستونزه هم حل شي او هم به ورسره د ديني او عصري علومو ترمنځ رامنځته شوی واټن له منځه يووړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د پوهنې وزارت نوماند وزيرې رنګينې حميدي هم ويلي وو چې د همغږۍ رامنځته کولو لپاره یې د وزارت شپږ معینیتونه پر درېیو معینیتونو بدل کړي.

حميدي زياته کړې وه چې د یاد وزارت د اسلامي زده کړو معینیت ارشاد، حج او اوقافو وزارت ته نه دی ورکول شوی،‎ بلکې هغه معینیت پر یوه عالي او اجرائيوي بورډ بدلېږي چې په کې به د ښځو په ګډون پنځه عالمانو له مختلفو مذهبونو او قومونو مسوولیت ولري.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې داسې اوازې خپرې شوې وې چې د پوهنې وزارت د اسلامي تعليماتو معنيت لغوه کړى او يا يې هم د ارشا، حج او اوقافو وزارت ته سپارلى دى.

Visits: 18

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.