ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

محصلين: د خصوصي پوهنتونونو له انلاين زده کړو خوښ نه يو

محصلين: د خصوصي پوهنتونونو له انلاين زده کړو خوښ نه يو

author avatar
2 Dec 2020 - 16:43
محصلين: د خصوصي پوهنتونونو له انلاين زده کړو خوښ نه يو
author avatar
2 Dec 2020 - 16:43

کابل(پژواک،۱٢ ليندۍ ۹۹): په کابل کې د خصوصي پوهنتونونو يو شمېر زده کوونکي وايي چې له انلاين زده کړو راضي نه دي، خو پوهنتونونه بيا هم ورڅخه د سمستر پوره فیس اخلي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د لوړو زده کړو وزارت اعلان کړی و چې هغه ټول دولتي او خصوصي پوهنتونونه چې د لوړو زده کړو وزارت د معياري روزنيزو سيسټمونو له لارې خپلې زده کړې مخ ته وړي او د محصلينو رضايت حاصلوي، کولی شي چې د تحصيلي خدمتونو د وړاندې کولو په مقابل کې د سمستر فیس واخلي.

د بلال مشعل په نوم يو تن محصل چې په يوه خصوصي پوهنتون کې د اتم سمستر محصل دی وايي، چې له انلاين زده کړو څخه راضي نه دی، ځکه چې تېر سمستر هم دوی تجربه کړ، هغه څه چې دوی په حضوري ډول زده کوي په انلاين ډول يې نه شي کولی.

نوموړی وايي چې پوهنتونونو يواځې په نوم د انلاين يو سيسټم جوړ کړی ترڅو له محصلينو فيسونه واخلي.

هغه زياته کړه، پوهنتونونه د تېر سمستر په څېر چې ډېری يې انلاين و پوره فيس واخيسته، او اوس هم د فيس په اخيستو کې هيڅ مراعات نه کوي.

دی وايي که څه هم د انلاين زده کړو لپاره د ښه کيفيت لرونکی انټرنټ پکار دی، خو دلته د انټرنټ  کيفيت ښه نه دی او بيې يې هم لوړې دي .

همداراز د صفت الله ستانکزي په نوم يو بل محصل وايي چې د زده کړو له انلاين سيسټمه خوښ نه دی، ځکه چې يو خو د انټرنټ ستونزې وي او بل په دې وختونو کې د برېښنا پرچاوي هم ډېره شوې.

نوموړي وويل، ډېری محصلين د کابل په لرو پرتو سيمو کې ژوند کوي، چې هلته هيڅ انټرنټ نشته او که وي هم نو کيفیت يې بيخي صفر دی.

ستانکزی د لوړو زده کړو وزارت له خوا شوې پرېکړه ناسمه بولي او وايي چې په ياده پرېکړه دې بېرته له سره غور وکړي.

په ورته مهال د شمسیې په نوم يوه بله محصله هم وايي چې انلاين زده کړې له ځانه سره ډېرې ستونزې لري چې محصل نه شي کولی له ستونزو سره خپلو زده کړو ته په انلاين بڼه ادامه ورکړي.

هغې زياته کړه، په انلاين زده کړو کې د مياشتې له ۱۵۰۰ څخه تر ۲۰۰۰ افغانيو پورې لګښت راځي چې له دې ور هاخوا ترې پوهنتون هم پوره فيس اخلي.

نوموړې وويل، انلاين زده کړې د حضوري زده کړو ځای نه شي نيولی، بايد فيسونه کم واخيستل شي.

همداراز د حيات بهير په نوم د اقتصاد پوهنځي يو تن محصل هم وويل چې په انلاين زده کړو ورکولو سره د پوهنتونونو نيم مصارف کميږي، خو بيا هم پوهنتون پوره فیس اخلي چې د درس کيفيت هم چندان ښه نه وي.

دی وايي، د وزارت دغه پرېکړه چې ګواګې پوهنتونونه کولی شي د انلاين زده کړې پوره فیس واخلي د محصل په حق کې جفا ده او ډېری محصلين ددې پرېکړې مخالف دي.

خو د لوړو زده کړو وزارت وياند حامد عبيدي وايي،هغه پوهنتونونه چې د انلاين زده کړو لپاره معياري (ټاکلي شوي) سيسټمونه لري حق لري چې له محصلينو څخه فيس واخلي.

نوموړي پژواک ته وويل، د لوړو زده کړو وزارت د څارنې رياست کار کوي تر څو ټول پوهنتونونه وڅاري او يوازې هغو پوهنتونونو ته د جواز حق ورکوي چې درسونه يې معياري او د منلو وړ وي .

دی زياتوي، پوهنتونونه کولی شي په عادي حالت کې د تخفيف ورکولو په څېر د انلاين زده کړو په ورکولو سره هم د محصل ستونزې درک او محصل ته تخفيف ورکړي.

د يادونې ده چې د لوړو زده کړو وزارت د پرېکړې له مخې به، د لیندۍ له ۸ نېټې د کب تر ۱۵ د هېواد ټول دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونه رخصت وي او د ټولو پوهنتونونو درسونه به ( د تشدیدي درسونو غیر حضوري پروګرام)  له لارې وي .

Visits: 31

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.