ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ناټو کې د امريکا سفيره: طالبان دې د دوحې تړون ژمنې عملي کړي

ناټو کې د امريکا سفيره: طالبان دې د دوحې تړون ژمنې عملي کړي

author avatar
2 Dec 2020 - 13:20
ناټو کې د امريکا سفيره: طالبان دې د دوحې تړون ژمنې عملي کړي
author avatar
2 Dec 2020 - 13:20

کابل (پژواک، ١٢ لېندۍ ٩٩): په ناټو کې د امريکا سفيره وايي چې که طالبان يوه سوله ييز افغانستان غواړي، نو د دوحې په تړون کې دې پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

نوموړې دغه څرګندونې پرون په بلجيم کې د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو د ويډيو کنفرانس په څنډه کې په يوه ځانګړې خبرې غونډه کې وکړې.

هغې زياته کړې، هيڅکله يې فکر نه و کړی چې د افغان سولې پروسه به اسانه وي، په حقيقت کې هم اسانه نه ده.

مېرمن هيچوسن وايي: “موږ فکر نه کوو چې طالبان د دوحې تړون پر مادو عمل کوي؛ ځکه چې په افغانستان کې تاوتريخوالى ډېر زيات شوى، عام افغانان او سرتېري د دغه تاوتريخوالي لوړه بيه ورکوي.”

د هغې په وينا، که چېرې طالبان د يوه سوله ييز افغانستان لپاره جدي وي، نو د دوحې د تړون پر ټولو مادو دې عمل وکړي، تاوتريخوالى دې کم او اوربند ته دې لاره هواره کړي.

په ناټو کې د امريکا سفيرې ويلي، دا د مسئلې حل لاره نه ده چې هر لورى دې د سولې له خبرو يوې ډډې ته شي، اوس چې د سولې لپاره کوم فرصت رامنځته شوى، بايد استفاده وشي، څو د افغانانو په راتلونکي ژوند کې ښه والى راشي.

مېرمن هيچوسن وايي، دا هم ډاډه کړى شي چې ترهګر يو ځل بيا په افغانستان کې نه تقويه کېږي او له افغانستانه د ناټو د متحدينو هېوادونو ته صادر نه شي.

هغې زياته کړه: “په افغانستان کې بايد د ښځو، لږکيو او نجونو حقوقو ته درناوى وشي، څو ټول سوله ييز ژوند ولري او نجونو ته د زده کړې چانس ورکړل شي.”

په ناټو کې د امريکا سفيرې وويل، د سولې او ثبات رامنځته کېدل، د خلکو په ژوند کې بدلون او داسې نورې لاسته راوړنې د سولې پروسې بريا پورې تړاو لري.

د يادونې ده، د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې پر افغان ماموريت او سولې پروسې هم خبرې کېږي.

د ناټو سرمنشي جينز سټولټنبرګ پرون په يوه خبري غونډه کې يو ځل بيا ژمنه وکړه چې په افغانستان کې به يې د افغان ځواکونو د روزنې ماموريت ادامه کوي او د ترهګرۍ پر ضد به له افغان ځواکونو سره خپلې همکارۍ هم جاري ساتي.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.