ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملي امنيت: پکتيا او کونړ کې ٢٢ د دولت وسله وال مخالفين نيول شوي

ملي امنيت: پکتيا او کونړ کې ٢٢ د دولت وسله وال مخالفين نيول شوي

author avatar
3 Dec 2020 - 16:36
ملي امنيت: پکتيا او کونړ کې ٢٢ د دولت وسله وال مخالفين نيول شوي
author avatar
3 Dec 2020 - 16:36

ګردېز-اسعد اباد (پژواک، ۱۳ ليندۍ ۹۹): د ملي امنيت مسوولين وايي چې په پکتيا او کونړ ولايتونو کې د بهرنيو وګړو په ګډون ٢٢ د دولت وسله وال مخالفين نيول شوي دي.

د پکتيا ولايت د ملي امنيت رياست چارواکي وايي چې د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې يې ۱۴ وسله وال طالبان نيولي دي.

د دوی په خبره، دا کسان په تېره يوه اوونۍ کې په بېلابېلو عملياتو کې نيول شوي، چې ډېری يې د حقاني شبکې اړوند دي.

دوی وايي چې يادو کسانو په ګردېز او ولسواليو کې هدفي وژنې او ځينې نور تروریستي فعاليتونه ترسره کول.

د پکتيا ولايت مقام وياند عبدالرحمن منګل په دې اړه رسنيو ته وويل چې ياد کسان له وسلو او مهماتو سره يو ځای نيول شوي او په خپلو جرمونو يې اعتراف کړی دی.

منګل زياته کړه چې د سولې په اړه د خلکو له غوښتنې او د دولت د ښه نيت سربېره هم يادې ډلې خپلو بريدونو او ويجاړوونکو فعاليتونو ته دوام ورکړی دی.

د نيول شويو کسانو له ډلې يو تن وويل چې د ګردېز اړوند د شيخانو کلي اوسېدونکی دی او د قاري شمس په نوم ډلې په چوکاټ کې يې فعاليت کاوه.

هغه پژواک ته وويل چې له وسله والو طالبانو سره همکاري ته په زور اړ کړل شوی و او ګواښ ورته شوی و، که همکاري و نه کړي، نو د يادې ډلې له خوا به ووهل شي.

دغه راز په کونړ کې هم د دولت وسله وال مخالفين نيول شوي دي.

د کونړ والي محمد اقبال سعيد وايي چې په دغه ولايت کې د ملي امنیت له لوري د ځانمرګو واسکټونو، چاودېدونکو او نشه یي توکو سره یوځای د پنځه پاکستاني اتباعو په ګډون اته کسان نیول شوي.

هغه وویل، خوښ دی چې یاده ډلګۍ تخریبي موخو ته له رسېدو مخکې د ملي امنیت ځواکونو له خوا ونیول شوه.

نوموړي په خلکو هم غږ وکړ، چې له امنیتي ځواکونو سره د همکاریو په پراختیا د خپلو هېوادوالو د مرګ ژوبلې مخنیوی وکړي.

د يادو څرګندونو په اړه د دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه څه نه دي ويلي.

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.