ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ اوسېدونکي د امنيتي ميثاق په اړه اندېښنه لري

د بلخ اوسېدونکي د امنيتي ميثاق په اړه اندېښنه لري

author avatar
5 Dec 2020 - 12:01
د بلخ اوسېدونکي د امنيتي ميثاق په اړه اندېښنه لري
author avatar
5 Dec 2020 - 12:01

مزارشريف (پژواک، ۱٥ لېندۍ ۹۹): په ولسي جرګه او ولايتي شورا کې د بلخ يو شمېر استازي او د مزارشريف سياسي او مدني فعالان وايي چې په دغه ولايت کې د امنيتي ميثاق پلي کېدو مشروط ملاتړ او هرکلی کوي.

نږدې دوه اوونۍ کېږي چې په مزارشريف ښار کې د امنيتي ميثاق پلي کېدو چارې پيل شوې دي.

يو شمېر وکيلان دغه طرحه د امنيتي وضعيت د مثبت بدلون لپاره اغېزمنه بولي خو ځيني نور بيا په دې تړاو شکمن دي.

د بلخ سياسي او مدني فعالان بيا غوښتنه کوي چې امنيتي ميثاق دې په عادلانه ډول پلی شي او په وينا يې په دې برنامه کې دې د امنيتي ځواکونو د وړتياوو پر لوړولو ډېر تمرکز وشي.

بلخ ولايت مقام هم وايي چې د امنيتي ميثاق طرحه د تطبيق په حال کې ده او له پلي کېدو وروسته يې د بلخ د امنيت په برخه کې د مثبت بدلون رامنځته کېدو ډاډ ورکوي.

په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو استازی ګلرحمان همدرد وايي چې په بلخ کې د امنيتي ميثاق پلې کېدونکې طرحه يې لوستې او په وينا يې، ياده طرحه د امنيت او نظم په برخه کې اغېزمنه تمامېدای شي.

هغه هيله من دی چې ياده طرحه لکه څنګه چې د کاغذ پر مخ ليکل شوې، په عملي ډول هم په هماغه ډول پلې شي.

د همدرد په خبره، په بلخ ولايت کې داسې ډلې فعالې دي چې له تېرو ۱۹ کلونو راهيسې هره ورځ له خلکو باج اخلي او خلک ځوروي.

نوموړي زياته کړه: ((په بلخ ولايت او مزار ښار کې لسګونه زره جريبه ځمکې غصب شوې، هره ورځ عام خلک د ناقانونه وسله والو له لوري وهل کېږي، نو خلک دا تمه لري چې ياد مکرر مجرمين بايد مواخذه شي او خپله سزا وويني.))

همدرد د پژواک د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې د بلخ لپاره د امنيتي ميثاق په طرحه کې داسې څه نشته چې له مخې يې له امنيتي ځواکونو جلا څوک وسله وال کړل شي.

هغه له خلکو هم وغوښتل چې د امنيتي ميثاق د پلي کېدو برخه کې له حکومت سره مرسته وکړي.

خو د بلخ د ولايتي شورا غړی محمد امين دره صوفي بيا د بلخ امنيتي ميثاق پر پلان بې باوره دی او وايي، دی فکر نه کوي چې په دې سره به د امنيت په برخه کې مثبت بدلون راشي.

نوموړی د ناقانونه وسله والو شتون د مزارشريف د امنيت لپاره جدي ګواښ بولي او پر حکومت تور پورې کوي چې د مخنيوي برخه کې يې پاتې راغلی دی.

دره صوفي وويل: ((په ولسواليو کې د امنيت له خرابېدو وروسته لسګونه ولسي پاڅونکوونکي او سيمه ييز پوليس له وسله سره مزارښار ته راغلل؛ خو حکومت يې د مخنيوي لپاره تر اوسه هېڅ نه دي کړي، دا د ملي امنيت دنده ده چې ياد وسله وال کنټرول کړي.))

د هغه په خبره، د مزارښار امنيتي وضعيت تر بل هر وخت ډېر خراب شوی او د حالت د بدلون لپاره اړتيا ده چې  جدي اقدامات وشي.

له دې سره د بلخ يو شمېر سياسي او مدني فعالان غوښتنه کوي چې د امنيتي ميثاق د تطبيق په برخه کې دې د امنيتي ځواکونو پر وړتياوو ډېر تمرکز وشي.

د مزارشريف سياسي فعال غلام رسول ملکزي پژواک ته وويل چې په بلخ کې د امنيتي ميثاق د بهير له پيلېدو لس ورځې تېرېږي خو په وينا يې چې لا هم دغه ولايت کې کوم مثبت امنيتي بدلون نه دی راغلی.

نوموړی اندېښمن دی چې هسې نه د امنيتي ميثاق تر نامه لاندې يو ځل بيا ځينې ډلې وسله والې کړای شي.

ملکزی وايي: ((امنيتي ميثاق ښه طرحه ده؛ خو موږ دا اندېښنه لرو چې هسې نه يو ځل بيا ځينې ډلې وسله والې شي او د خلکو په ځورولو لاس پورې کړي.))

د ملکزي غوښتنه دا ده چې د امنيتي ميثاق د پلي کېدو برخه کې دې ډېر تمرکز د امنيتي ځواکونو د وړتياوو پر لوړولو وشي او ټولې چارې دې د شته امنیتي ارګانونو لخوا پر مخ ويوړل شي.

مدني فعال سيد محمد یزدان پرست بيا وايي چې خلک د حکومت له هر هغه اقدامه ملاتړ کوي چې له مخې يې د امنيتي وضعيت بدلون ته زمينه برابرېږي.

د هغه په وينا، د ناقانونه وسله والو بې وسلې کول، د قانون ماتوونکو مخنيوی او د ښاري نظم رامنځته کول که تر هر نامه لاندې ترسره شي؛ نو خلک به يې ملاتړ و کړي.

خو له دې ټولو هيلو او اندېښنو سره بيا بلخ ولايت مقام وايي چې خلک دې په دغه ولايت کې د امنيتي ميثاق د تطبيق له اړخه هېڅ اندېښنه نه کوي.

د بلخ د والي وياند منير فرهاد پژواک ته وويل چې له دوه اونيو را په دېخوا د ولسمشر د لومړي مرستيال په مستقيم امر په بلخ کې د امنيتي ميثاق پلي کېدو بهير پيل شوی دی.

فرهاد زياته کړه چې د ناقانونه وسله والو بې وسلې کول، د قانون ماتوونکو مخنيوی، د ښاري نظم رامنځته کول، د وسله والو  مخالفينو پر ضد عمليات او خلکو ته د ښو حکومتي خدماتو وړاندې کول په بلخ کې د امنيتي ميثاق د طرحې مهم موارد دي.

د والي وياند وويل: ((بلخ لپاره د امنيتي ميثاق په طرحه کې هېڅ داسې څه نشته چې له مخې يې خلکو ته وسلې ورکړل شي، دا اوازې دروغ  دي، شته امنيتي ارګانونه او مسوولې ملکي ادارې به په پوره همغږۍ دغه طرحه پلې کوي.))

نوموړی زياتوي چې د امنيتي ميثاق طرحه په ټوله معنى د بلخ د امنيتي وضعيت د مثبت بدلون لپاره جوړه شوې او په عملي کېدو سره به يې خلک د مثبتو تغيراتو شاهدان و اوسي.

په بلخ کې په داسې مهال د امنيتي ميثاق د پلي کېدو بهير پيل شوی چې تېره اونۍ د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح ويلي وو چې د بلخ په حيرتان بندر کې د مالي فساد څېړل هم د امنيتي ميثاق يوه برخه ده.

صالح ادعا کړې وه چې په حيرتان بندر کې د پراخ مالي فساد اسناد ورسره دي او ژمنه يې کړې وه چې قانوني برخورد به ورسره کوي.

خو د صالح دغه څرګندونې د پخواني والي او د جمعيت ګوند اجرائيوي رييس عطامحمد نور له توند غبرګون سره مخ شوې وې.

نور د يوې اعلاميې په خپرولو سره امرالله صالح پر شخصيتي ترور متهم کړی و او ويلي و چې صالح ته ښايي، څو خپلې اصلي دندې ته ور وګرځي.

Visits: 14

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.