ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مېرمن ساپۍ : د هېواد ۵۲ سلنه ښځې له فزيکي تاوتريخوالي سره مخ دي

مېرمن ساپۍ : د هېواد ۵۲ سلنه ښځې له فزيکي تاوتريخوالي سره مخ دي

author avatar
8 Dec 2020 - 16:42
مېرمن ساپۍ : د هېواد ۵۲ سلنه ښځې له فزيکي تاوتريخوالي سره مخ دي
author avatar
8 Dec 2020 - 16:42

مزارشريف ( پژواک، ۱۸ليندۍ ۹۹) : د هېواد د بېلابېلو ولايتونو د ښځو د حقونو فعالانې او يو شمېر مدني فعالان وايي چې د سولې، امنيت او عدالت پروسه کې مېرمنو ته برخه ورکول، اړين دي.

دوی چې د ليندۍ په ۱۸مه، مزارشريف کې د (مېرمنې؛ سوله، امنيت او عدالت) په نوم کنفرانس کې راټول شوي وو، همدا راز يې له حکومته وغوښتل، چې د مېرمنو پر وړاندې د زيات شوي تاوتريخوالي مخه دې ونيسي.

دغه پروګرام د افغان ښځو تعليمي شبکې (AWEC) له خوا جوړ شوی و، چې د هرات، ننګرهار، پکتيا، دايکنډي، پروان او بلخ ولايتونو د ښځو د حقونو فعالانو او حکومتي مسوولينو په کې ونډه اخيستې وه.

په بلخ کې د افغان ښځو تعليمي شبکې ولايتي مسووله وړانګه ساپۍ وايي، چې د کنفرانس موخه دا ده، څو د مېرمنو د حقونو په تړاو عامه پوهاوی رامنځته شي.

هغې پژواک ته وويل، چې لا هم د هېواد په کچه ۹۰ سلنه مېرمنې له ډول ډول تاوتريخوالي سره مخ دي، چې ۵۲ سلنه يې فزيکي تاوتريخوالی دى.

د هغې په خبره،  د افغانستان اکثريت مېرمنې له خپلو هغو حقونو څخه ناخبره دي، چې قانون ورکړي دي.

مېرمن ساپۍ وويل: (( موږ په دې پروګرام کې د پنځو ولايتونو ګډونوال لرو، هدف مو دا دی چې د دوی تر منځ د نظر تبادله وشي، په دې سره به هغه ټکي معلوم کړو، چې له امله يې مېرمنې له ستونزو سره مخ دي)).

ساپۍ زياتوي، بله مهمه ستونزه داده چې يو شمېر ادارې لا هم د ښځو د حقونو پر قانوني مواردو نه پوهیږي.

بلخ کې د افغان ښځو شبکې مسووله معصومه رحيمي بيا د سولې، امنيت او عدالت په بهير کې د مېرمنو پر برخې ټينګار کوي.

هغې پژواک ته وويل، چې په ټولو ملي پروسو کې د ښځو ګډون اړين دی.

مېرمن رحيمي وايي: (( سوله، امنيت او عدالت سره تړلي موضوعات دي او په دې کې د ښځو ګډون حتمي دی، که چېرته مېرمنې په کې برخه ونه لري؛ نو دغه پروسه بيا ناتکميله ده)).

هغې غوښتنه وکړه، چې د سولې مذاکراتو ټول اړخونه بايد پام ولري، چې افغان مېرمنې د ټولنې منل شوي حقیقتونه دي او بايد حقوق يې خوندي شي.

ديني عالم مولوي عبدالحنان د دغه کنفرانس په څنډه کې پژواک ته وويل، هېڅوک حق نه لري، چې د مېرمنو شرعي حقونه تر پښو لاندې کړي.

د هغه په خبره، اسلام په مشخص ډول ښځو ته حقوق ورکړي چې له مخې يې ټول حدود مشخص شوي دي.

دغه ديني عالم اړينه وبلله، چې د جوماتونو د منبرونو له لارې بايد د ښځو د شرعي حقونو د تحقق لپاره تبليغ وشي.

Visits: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.