ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ پل موټر بم چاودنه کې  ویجاړ شوی

د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ پل موټر بم چاودنه کې ویجاړ شوی

author avatar
11 Dec 2020 - 18:44
د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ پل موټر بم چاودنه کې  ویجاړ شوی
author avatar
11 Dec 2020 - 18:44

کندهار (پژواک، ۲۱ لېندۍ ۹۹): د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د تېرې شپې موټربم چاودنې د دغې ولسوالۍ مهم پُل ویجاړ کړی چې دغه ولسوالي له کندهار ښار سره نښلوي.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي هغه مهال پژواک خبري اژانس ته وویل، یو هاموې موټر چې له چاودېدونکو توکو ډک و، هدف ته تر رسېدو وړاندې د پولیسو له خوا پېژندل شوی او ویشتل شوی چې چاودنه یې کړې او زیان نه لري.

هغه په دې چاودنه کې د پُل ویجاړېدل و نه منل او ویل یې چې وسله وال طالبان غواړي په دې ادعا سره د ولسوالۍ خلک تر خپل اغېز لاندې راولي.

خو نن په خپله چارواکو او د ولسوالۍ اوسېدونکو پژواک ته وویل چې د تېرې شپې په چادنه کې دغه مهم پُل یوه برخه ویجاړه شوې او تګ راتګ پرې نه شي کېدای.

په کندهار کې د ملي امنیت یوې لوړ پوړې سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل: ((تېره شپه ۰۸:۱۰ بجې امنیتي ځواکونو د ارغنداب ولسوالۍ اړوند په تابین سیمه کې یو عراده له چاودېدونکو توکو ډک هاموې ټانک هدف ته تر رسېدو وړاندې ویشتلی او چاودنه یې کړې ده چې امنیتي ځواکونه تلفات نه لري او یاد شوی پُل تخریب شوی دی.))

د کندهار د کلیو او پراختیا رییس محمد نسیم ایوبي پژواک خبري اژانس ته وویل، د ارغنداب پُل ویجاړېدل د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو لپاره لوی زیان دی.

هغه زیاته کړه، دغه پُل ارغنداب ولسوالي له کندهار ښار سره نښلولې وه چې خلکو د خپلو ټولو اړتیاوو پوره کولو او کندهار ښار ته د خپلو کرنیزو محصولاتو د رسولو لپاره ورڅخه کار اخیست.

دی وایي، دغه پُل د ۱۸۰ متره په اوږدوالي او ۷ متره سور په لرلو لس کاله مخکې د کاناډا د نړيوالې پرمختيايي ادارې CIDA په ۱،۵ میلیونه ډالرو مرستې جوړ شوی و.

نوموړی زیاتوي، په اوسني کرونايي وضعیت کې چې د نړۍ او افغانستان اقتصادي وضعیت یې ځپلی، د پُل بیا جوړول به ګران کار وي.

د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال هم پخپل ټویټر کې د ویجاړ شوي پل عکسونه خپاره کړي.

بل خوا د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکي د پُل ویجاړېدو سخت خپه کړي دي.

د دې ولسوالۍ د تابین سیمې اوسېدونکي حاجي داد الله پژواک خبري اژانس ته وویل، له تېرو شاوخوا دوو میاشتو راهیسې په ارغنداب کې پیل شوې جګړې خلکو ته درانه زیانونه اړولي دي.

د ده په خبره، د جګړې له امله نه یوازې د خلکو کورونه او باغونه زیانمن شوي، بلکې عامه تاسیسات هم زیانمن شوي او اوس یې دا دی د دې ولسوالۍ مهم پل هم ویجاړ کړ.

هغه زیاته کړه، د ارغنداب پُل چې کندهار ښار ته د تګ راتګ، کرنیزو محصولاتو، انارو او نورو مېوو د لېږد مهمه لاره وه، په ډېرو کړاوونو د سوال په پیسو جوړ شوی و، چې ورانول یې لوی جنایت او د دې ولسوالۍ له خلکو سره لوی ظلم دی.

وسله والو طالبانو تر دې مهاله د ارغنداب پُل ویجاړولو په اړه څه نه دي ویلي.

ارغنداب ولسوالي چې د کندهار ښار شمال ته د ۷ کیلومتره په واټن پرته ده، د څه له پاسه یوې میاشتې راهیسې د سختو جګړو شاهده ده.

په دې موده کې دا دویم ځل دی چې وسله وال پر دغې ولسوالۍ برید کوي.

شاوخوا یوه میاشت وړاندې هم وسله والو طالبانو پر دغې ولسوالۍ برید وکړ او تر ارغنداب سیند پورې یې سیمې او امنیتي پوستې ونیولې چې وروسته د پراخو عملیاتو په پایله کې وسله وال وتلو ته اړ شول.

خو له تېرو څو ورځو راهیسې یو ځل بیا سلګونه وسله وال ارغنداب ولسوالۍ ته راغلي، یو شمېر سیمې یې نیولي او له امنیتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.

د جګړو له امله لسګونه کورنۍ یو ځل بیا اړې شوي چې په دې یخ ژمي کې خپل کورونه پرېږدي او د خپلو سرونو د خوندیتوب په موخه کندهار ښار ته مخه کړي.

طالبانو د پل د ویجاړیدو په اړه څه نه دي ویلي.

Visits: 19

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.