ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د تازه مېوې او سبزي نوی مارکېټ جوړ شو

ننګرهار کې د تازه مېوې او سبزي نوی مارکېټ جوړ شو

author avatar
12 Dec 2020 - 16:31
ننګرهار کې د تازه مېوې او سبزي نوی مارکېټ جوړ شو
author avatar
12 Dec 2020 - 16:31

جلال اباد (پژواک، ۲۲ لېندۍ ۹۹): په ننګرهار کې د خصوصي سکټور په همکارۍ د ۴ ميليونه ډالرو په لګښت د تازه مېوې او سبزي يو مارکېټ جوړ شو چې د مسوولينو په وينا یې، سلګونه کسانو ته به په کې د کار زمينه برابره شي.

دغه مارکېټ د جلال اباد ښار په لوېديځه څنډه کې د ننګرهار د لوېديځو ولسواليو د کروندګرو لپاره جوړ او د لېندۍ په ۲۲مه پرانيستل شو.

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رييس انعام الله ساپي وويل چې د تازه مېوې او سبزي د پلور دغه مارکېټ د لعل اغا کاکړ په نوم د يوه کس له لوري د ۴ ميليونه ډالرو په لګښت جوړ شوی دی.

هغه زياته کړه، د دغه مارکېټ په رغولو سره به د سره رود، خوږياڼو، حصارک او شېرزادو ولسواليو او د لغمان د قرغيو ولسواليو کروندګر خپلو حاصلاتو ته لنډ بازار پيدا کړي او دغه راز به سلګونو کسانو ته د کار زمينه هم په کې برابره شي.

د جلال اباد پخواني ښاروال لعل اغا کاکړ چې په دغه مارکېټ يې ۴ ميليونه ډالر لګښت کړی وايي، د ځمکې له اخيستو د دوکانونو او وړو سړو خونو په ګډون ټوله ابادي يې په شخصي لګښت کړې ده.

هغه زياته کړه، دا ځای به نه يوازې د تازه مېوې او سبزي د پلور او پېر مارکېټ وي، بلکې د مېوه جاتو او سبزيجاتو د ساتلو زمينه به هم په کې برابره شي.

کاکړ وويل: ((دا ځای ما د هغه احساس له مخې جوړ کړ چې اوس پياز راوځي پاکستان ته ټول لاړ شي، بيا په بل وخت کې زموږ پياز په موږ ګران خرڅېږي، نو اوس به دلته موږ پياز او نور سبزيجات زخيره کوو چې د کال په ټولو وختونو کې په ارزانه نرخ هېوادوالو ته وړاندې شي.))

خواجه محمد چې دغه مارکېټ کې سوداګر او دوکاندار دی وايي، دا چاره به ډېرو خلکو ته د کار زمينه برابره کړي.

د يادولو ده، اوسمهال جلال اباد کې د ولسواليو د مارکېټونو سربېره يو مرکزي او بل هم د ختيځې څنډې د تازه مېوې او سبزۍ مارکېټونه موجود دي.

Visits: 45

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.