ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پژواک راپور له خپرېدو وروسته حکومت د پکتیا په زرمت او څمکنو کې مالیات ټولول پیل کړي

د پژواک راپور له خپرېدو وروسته حکومت د پکتیا په زرمت او څمکنو کې مالیات ټولول پیل کړي

author avatar
14 Dec 2020 - 15:45
د پژواک راپور له خپرېدو وروسته حکومت د پکتیا په زرمت او څمکنو کې مالیات ټولول پیل کړي
author avatar
14 Dec 2020 - 15:45

ګردېز (پژواک، ۲۴ لېندۍ ۹۹): په پکتيا کې د مالياتو د حيف او ميل په اړه د پژواک راپور له خپرېدو وروسته د عايداتي ادارو له لوري په زرمت او څمکنيو ولسواليو کې هم په جدي ډول د مالياتو را ټولولو لړۍ پيل شوې ده.

پژواک خبري اژانس د لړم مياشتې په ٢٠مه نېټه يو څېړنيز راپور خپور کړ چې له مخې هر کال د پکتيا مستوفيت ١٨٣ ميليونه افغانۍ حېف او ميل کېږي او د دولت د خزانې پر ځاى شخصي جېبونو ته ځي.

د ياد راپور له خپرېدو وروسته ولسمشر محمد اشرف غني د پکتيا مستوفيت کې د مالياتو د حيف او ميل کېدو د جدي بررسۍ امر وکړ.

د پژواک د راپور او د ولسمشر له امر وروسته د پکتيا چارواکو په دغه ولايت د مالياتو  ټولولو ته ځانګړې پاملرنه وکړه.

د دغه ولايت چارواکي وايي چې له لسو کلونو وروسته د پکتيا په زرمت او څمکنيو ولسواليو کې د مالياتو ټولولو لړۍ پيل شوې ده.

د زرمت ولسوال دولت خان ځدراڼ وايي چې په تعمير بازار کې د اړوندو ادارو د استازو له خوا په منظم ډول د ټاکلې اندازه مالياتو راټولول پيل شوي دي.

ځدراڼ وويل: ((د مالياتو د ورکړې او تحويلۍ لپاره ټولو دوکاندارانو ته بانکي تعرفي ورکول کېږي او دغه کار عملا پيل شوى دى.))

دغه راز د څمکنيو ولسوال عبدالرحمن سوله مل وايي چې په دې ولسوالۍ کې هم له تېرې شاوخوا یوې اوونۍ راهيسې د مالياتو راټولولو چاره تر پخوا په جديت پيل او په رڼه ډول دوام لري.

سوله مل وويل: ((موږ له خلکو سره خبرې وکړې، خلکو مو د مالياتو په ارزښت پوه کړي او د شفافيت ډاډ مو ورکړی دی. موږ په دې اړه جدي او شفافيت ته ژمن يو.))

بل لور ته د پکتيا اوسېدونکي د مالياتو ټولولو کې پر شفاف ټينګار کوي.

د ګردېز اوسېدونکی افضل خان وايي چې خلک لا هم په سم ډول د مالياتو او عايداتو پر ټولېدو او لګښت ډاډمن نه دي او دولت ته په کار ده چې په دې اړه د څرګندو اقداماتو په کولو سره خلکو ته معلومات ورکړي.

خان وويل: ((دلته به خلک پيسې ورکړي، ماليات او عوايد به راټول شي، خو دولت دې خلکو ته دا ډاډ ورکړي چې پيسې يې بې ځايه نه مصرفېږي، خلک اماده دي چې د وطن لپاره د يوې پر ځای دوه افغانۍ ورکړي.))

د هټۍ والو د ښاري اتحاديې غړی حنيف الله وايي، د پژواک له راپور وروسته د مالياتي او عايداتي ادارو فعاليت او هڅې ګړندۍ شوې دي.

نوموړي زياته کړه: ((د مستوفيت والا هم ټولو ځايونو ته ځي، اصناف ثبتوي او که ثبت وي، ماليه ترې اخلي او ښاروالي هم فعاليت تېز کړی دی. موږ په دې خپه نه يو، خو بايد د چا شخصي جېب ته لاړې نه شي.))

که څه هم دولت همدا تېره اوونۍ له فساد سره د مبارزې نړيوالې ورځې په مناسبت له اداري فساد سره د کلکې مبارزې په اړه خپلې ژمنې تازه کړې خو بيا هم په افغانستان کې اداري فساد اوج ته رسېدلى دى.

Visits: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.