ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: له افغانستان سره نړیوالې مرستې له باعزته سولې او ښې حکومتولۍ سره مشروطې دي

چارواکي: له افغانستان سره نړیوالې مرستې له باعزته سولې او ښې حکومتولۍ سره مشروطې دي

کابل (پژواک، ۲۴ لېندۍ ۹۹): چارواکي وایي چې د جینوا په کنفرانس کې له افغانستان سره اعلان شوې مرستې له باعزته سولې او ښې حکومتولۍ سره مشروطې دي او که د افغانستان حکومت ښې کړنې ونه لري، مرستې به له لاسه ورکړي.

د جینیوا کنفرانس د روانې لېندۍ میاشتې په درېیمه او څلورمه نېټه د سویس په جنیوا ښار کې ترسره شو. په دغه کنفرانس کې د شاوخوا اویا هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او استازو او دېرشو نړیوالو مرستندویو بنسټونو استازو ګډون کړی و.

د مالیې وزارت اعلان وکړ چې په دغه کنفرانس کې نړایوالې ټولنې له افغانستان سره د راتلونکو څلورو کلونو لپاره په مشروط ډول د ۱۳ میلیارده ډالرو مرستې اعلان کړی دی.

ولسي د یاد کنفرانس له ترسره کېدو شل ورځې وروسته نن د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر او د مالیې وزیر عبدالهادي ارغندیوال د یاد کنفرانس د جزیاتو وړاندې کولو په موخه دې جرګې ته ور غوښتي وو.

اتمر د دې غونډې ترسره کېدو موخه د راتلونکو څلورو کلونو لپاره له افغانستانه د نړیوالې ټولنې سیاسي، امنیتي او اقتصادي ملاتړ وباله او ویې ویل چې په دغه کنفزانس کې د نړیوالې ټولنې مرستې له باعزته سولې او ښې حکومتولۍ سره مشروطې دي او که شرایط پلي نه شي، ښایي د افغانستان حکومت دغه مرستې ترلاسه نه کړي.

د هغه په وینا، ملي مشارکت او ملي وحدت، مردم سالارۍ ته احترام، د بشري حقونو ساتل، د ښځو حقونو، د قانون حاکمیت، له فساد سره مبارزه او له مدني حقونو ملاتړ او د بیان ازادي د ښې حکومتولۍ لپاره د نړۍ شرایط وو.

هغه زیاته کړه: «د نړۍ پیغام له یوې خوا زموږ د زړه ډک والي سبب شو او له بلې خوا یې ټول متوجه کړل چې اړین مسوولیت زموږ متوجه کول دي چې نړۍ په هر حالت کې له موږ سره نه ده.»

د بهرنیو چارو وزیر وایي، د یاد کنفرانس ګډونوالو د افغانستان د سولې له بهیره ملاتړ کړی، دغه راز د اوربند غوښنه یې کړې او زیاته یې کړه: «نړیوالې ټولنې له هغه سولې چې د نظام، د افغانستان د اساسي قانون او ارزښتونو د ساتنې سبب شي ملاتړ کړی، د هغوی رایه باعزته او دوامداره سولې ته وه چې نظام له ټولو ارزښتونو سره وساتل شي او پرختګ وکړي.»

اتمر وویل، د دغه کنفرانس کډونوالو وویل چې که د افغانستان د سولې بهیر په بل شي واوړي، هغه نه مني.

هغه همدا راز وویل چې په دغه کنفرانس کې نړۍ د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواک، د دې لپاره چې د افغانستان امنیتي ځواک نه یوازې د افغانستان د امنیت ټینګښت لپاره، بلکې د سیمې او نړۍ د امنیت تامین لپاره هڅه کوي، مالي او لوجیستیکي ملاتړ اعلان کړ.

د مالیې وزیر عبدالهادي ارغندیوال هم وویل چې د نړیوالې ټولنې مرستې مشروطې دي او که د افغانستان حکومت د سولې د ټینګښت او ښې حکومتولۍ په برخو کې ښې کړنې ونه لري، مرستې به له لاسه ورکړي.

هغه زیاته کړه: «د راتلونکو څلورو کلونو لپاره له افغانستان سره د ۱۳،۴ میلیارده ډالرو مرستې ژمنه شوې او د ۲۰۲۱ کال په پای کې کارونه او لګښونه ارزول کېږي، که مصارف او کارونه له ټاکل شوو معیارونو سره سم ترسره شوي وي، ښایي د مرستو کچه لوړه شي او که د معیارونو خلاف کار ترسره شوی وي، ښایي مرستې کمې شي.

هغه هم وویل چې د کنفرانس ګډونوال داسې سوله غواړي چې په هغې کې د افغانستان د خلکو اراده موجوده وي او د ۱۹ کلونو لاسته روړنې په کې خوندي شي.

ازغندیوال وویل چې هڅه کوي هغه مسوولیتونه چې د افغانستان له حکومت سره تړاو لري، په ښه توګه پر مخ یووړل شي.

د حکومت او طالبانو ټېمونو ترمنځ د سولې بین الافغاني خبرې شاوخوا درې میاشتې مخکې په دوحه کې پیل شوې او دغو ټېمونو له شاوخوا اتیا ورځو خبرو اترو وروسته د مذاکراتو پر  طرزالعمل موافقه کړې ده او دا مهال د خبرو پر اجڼډا کار کوي.

تېره ورځ دواړ پلاوو اعلان کړی چې د دواړو لورو له خوا د اجنډا د وړاندیزونو په اړه د نورو مشورو لپاره له درېیو اوونیو وروسته مذاکرات پیلوي.

د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني د دې جرګې په نننۍ ناسته کې وویل، د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکراتي ټېم، د هغه څه د جزئیاتو وړاندې کولو لپاره چې تر دې مهاله په دوحه کې ترسره شوي او د راتلونکو پلانونو په اړه د معلوماتو لپاره یې جرګې ته ور غواړي.

هغه وایي، د یادې جرګې د رییسانو کمېتې په ناسته کې پرېکړه کېږي چې دغه پلاوی کله جرګې ته ور وغواړي.

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.