ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

څېړنه: د هرات په ولسوالیو کې ډېری ښځې د کرونا ناروغانو ته یوناني یا دودیز درمل ورکوي

څېړنه: د هرات په ولسوالیو کې ډېری ښځې د کرونا ناروغانو ته یوناني یا دودیز درمل ورکوي

author avatar
15 Dec 2020 - 15:37
څېړنه: د هرات په ولسوالیو کې ډېری ښځې د کرونا ناروغانو ته یوناني یا دودیز درمل ورکوي
author avatar
15 Dec 2020 - 15:37

هرات (پژواک، ۲۵ لېندۍ ٩٩): د پژواک موندنې ښیي چې په هېواد، په ځانګړې توګه هرات کې د کرونا ویروس له خپرېدو سره د دغه ولایت په ولسوالیو کې د کرونا ناروغان یوناني طب او دودیزې درملنې ته مراجعه کوي.

د کرونا ویروس له خپرېدو سره په هرات کې ښایي لږ داسې کورنۍ وي چې د کرونا د درملنې لپاره یې له دودیزو درملو ګټه نه وي اخیستې او یا یې یوناني ډاکترانو ته مراجعه نه وي کړې.

خو پوښتنه دا ده چې له یوناني درملو استفاده او په دودیزه توګه د کرونا ناروغۍ درملنه امکان لري؟

په دې اړه په هرات کې د پژواک خبریال د هرات له ډېرو ښاریانو، د کرونا له ناروغانو، د بوټو پلورونکو، یوناني ډاکترانو او روغتیایي متخصصینو سره مرکې کړې دي.

د پژواک موندنې ښیي چې په هرات کې د کرونا ویروس له خپرېدو سره د هرات د ولسوالیو ډېری اوسېدونکو له دودیزو درملو درملو ګټې اخیستنې ته مخه کړې ده.

۶۰ کلنه بي بي ګل د هرات د انجیل ولسوالۍ د فراشان محلې اوسېدونکې ده. د دې سپین سرې زوی د کرونا د لومړۍ څپې پر مهال پر دې ناروغۍ اخته شوی و؛ نوموړې ډاکترانو ته له تلو پرته له یوناني بوټو په استفادې د ۴۰ ورځو په موده کې د خپل زوی درملنه کړې ده.

هغې پژواک ته وویل: «کله چې زما ۱۸ کلن زوی پر کرونا اخته شو، ما طبي بوټې لکه زنجبیل، کرابیه، دارچیني، کلپوره او نور هغه ته ورکړل.»

هغې زیاته کړه: «۴۰ شپې او ورځې د ترخو جوشانده په ورکولو مې د زوی درملنه وکړه، ویل مې ښایي زوی مې یخ وهلی وي؛ ان هغه مې د پسه په پوستکي کې هم پټ کړ خو تر اوسه هم ټوخی لري.»

هغې وویل چې د کرونا په خپرېدو سره په دې اړه د اوازو تر فشار لاندې وه چې خدای مه کړه زوی یې د کرونا په روغتون کې د پیچکارۍ لګولو له امله مړ نه شي، نو شیدایي روغتون ته یې له تلو ډډه وړه.

بي بي ګل وویل: «وېرېدم چې زوی مې شیدایي روغتون ته بوځم، وامې ورېدل چې هر څوک شیدایي روغتون ته لاړ شي، امپول ورکوي چې مړ شي.»

بله ۳۰ کلنه مېرمن پروین امیري د هرات د کرخ ولسوالۍ اوسېدونکې ده. هغه هم په دویم ځل پر کرونا اخته شوې خو په دواړو دورو کې ډاکتر ته نه ده ورغلې.

هغې پژواک ته وویل: «هغه درملو ته چې جوش به مو ورکاوه. لکه بادام، جوز، کرابیه او ګل ګلي، دغه به مو جوشول او شیدې مې هم خوړې څو د ستوني درد مې ښه شي.»

د هرات د کرخ ولسوالۍ اوسېدونکې ۲۵کلنې مرضیې پژواک ته وویل چې کله یې ورور پر کرونا اخته شو، هغه یې ډاکتر ته نه دی بيولی، د یوناني بوټو په ورکولو مو د هغه درملنه پیل کړه.

نوموړې زیاته کړه: «د مېوو او طبي بوټو لکه چهوې، عناب، د شوید تخم، دې ټولو ته به مو جوش ورکاوه او ورور ته مو ورکول خو هغه مو ډاکتر ته نه دی بیولی.»

۱۸ کلنه سمیرا د هرات بله اوسېدونکې ده چې خپله پر کرونا ویروس اخته شوې ده. هغې وویل: «زموږ اقتصادي وضعیت ډېر ضعیف و او ډاکتر ته د ورتګ توان مې نه درلود، د طبي بوټو له لارې مې ځان تداوي کړ، د ختمي ګل او بومادران ته مې جوش ورکړ او ومې خوړل؛ ځکه ډېر خلکو ویل دا ګرم والی او سوړوالی (موسمي زکام) دی، له همدې امله مې دا درمل وخوړل.»

د پژواک خبریال په دې اړه د هرات په ټولو ولسوالیو کې تر ۹۰ له ډېرو ښځو سره مرکې کړې او ډېرو ښځو ویلي چې پر یوناني او دودیزو درملو یې باور ډېر دی.

دا په داسې حال کې ده چې د کرونا وبا په خپرېدو سره په هرات کې د عطارانو او یوناني ډاکترانو بازار تود شوی او ډېری کسانو یوناني او دودیزې درملنې ته مخه کړې، څو ښایي د دې ناروغۍ مخنیوي کې ګټوره تمامه شي.

په اوسنیو شرایطو کې چې د عطارۍ هر پلورنځي ته ورشې، وبه وینې چې ډېری مشتریان بېلابېل بوټي، شربتونه او نور یوناني درمل پېري.

د یوناني بوټو ځیني پلورونکي وايي چې د تېر په پرتله له طبي بوټو ته لېوالتیا ډېره شوې ده. د هغوی په وینا، له دې امله چې تر دې مهاله د کرونا ویروس درملنې لپاره مشخص درمل نشته، خلک هڅه کوي د یوناني حکیمانو له لارښوونو ګټه واخلي.

په هرات ولایت کې یوه عطاري محمد یوسف قادري چې په میرزا قلم مشهور دی، له کلونو راهیسې د طبي بوټو، شربتونو په پلور او یوناني طب کې بوخت دی. د کرونا ویروس له خپرېدو سره د دغه یوناني عطار کاروبار ښه شوی دی.

میرزا قلم وویل، د کرونا ویروس له خپرېدو سره ډېری خلک ورتلل او د یوناني درملو په ورکولو یې د کرونا تر ۳۰۰ ډېر ناروغان تداوي کړي دي.

هغه څرګنده کړه چې د کرونا هر ناروغ ته یې پر روغتیایي سپارښتنو سربېره د ځینو درملو او طبي بوټو خوړلو سپارښتنه هم کوله.

هغه وویل: «هغه ناروغان چې کرونا وو او ماته راغلي، دا سپارښتنې مې ورته درلودې چې لومړی باید ځان قرنطین کړي او سهار توره دانه له زنجیبل سره ښه میده کړي، بیا دې هر سهار له شیدو او شاتو سره وخوري. دغه راز هره ورځ سوپ وخوري او د ورځې له څلورو تر پنځو ترموزونو پورې چای وڅښي او د «اویشن» په نوم بوټي ته ښه جوش ورکړي او هره شپه یې وخوري، دا سبب کېږي د سږو له تخریش څخه مخه ونیسي او دغه راز د زلرک لرګي و اېشوي او وروسته یې دې د ورځې درې ځلې سهار، غرمه او د شپې دوه قاشوغې وخوري؛ د ځان درد یې ورکوي.»

دغه عطار ټینګار وکړ چې د کرونا هغو ناروغانو ته چې ده ته یې مراجعه کړې، د یادو درملو سپارښتنه یې ورته کړې او د یوې اوونې په تېرېدو یې د کرونا ټيسټ منفي پېژندل شوی دی.

حکیم روحاني په هرات کې یو یوناني ډاکتر دی چې ډېر مراجعین لري. دغه یوناني ډاکتر پژواک ته وویل چې د کرونا ویروس له خپرېدو له لومړیو تر دې مهاله یې د طبي بوټو او درملو په ورکولو د کرونا تر ۱۰۰۰ ډېر ناروغان درملنه کړي دي.

هغه زیاته کړه چې یوناني درمل جانبي عوارض نه لري او ټول هغه کسان چې د له یادو درملو یې ګته اخیستې، روغ شوي دي.

ایا یوناني درمل کولای شي د کرونا په درملنه کې اغېزناک تمام شي؟

په هرات کې روغتیايي متخصصین د یوناني درملو یا نشه يي توکو په وسیله د کرونا ناروغۍ درملنه ګمراه کوونکې ګڼي او پر دې باور دي چې په دې طرقه ښايي د ناروغ وضعیت د یوې یا دوو ورځو لپاره ښه شي خو وروسته یې وضعیت نور هم خرابېږي.

د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند محمد رفیق شېرزي پژواک ته وویل: «د کرونا ناروغۍ د درملنې لپاره له یوناني درملو یا له نشه يي توکو د استفادې په صورت کې د ناروغۍ نښې له منځه ځي، کله چې ناروغ ډاکتر ته مراجعه کوي نو د ناروغۍ هېڅ نښې یې نه تشخیص کېږي، له همدې امله د ناروغ سمه درملنه نه کېږي.»

نوموړي وویل، د کرونا ویروس له خپرېدو راهیسې په هرات کې ۱۵زره کسان معاینه شوي چې تر اووه زره ډېر یې مثبت تشخیص شوي، پر دې اساس باید خلک د کرونا ناروغۍ له کوچنیو نښو وروسته د کووید- ۱۹ روغتون ته مراجعه وکړي.

هغه زیاته کړه: «له بده مرغه ډېری خلک، په ځانګړې توګه د ولسوالیو اوسېدونکي پر دویزدو درملو باور لري او له دې لارې خپل طبابت استفاده کوي، په داسې حال کې چې موږ د هرات په ۸۵ سلنه سیمو کې روغتیايي خدمات وړاندې کوو.»

روغتیايي متخصصین له خلکو غواړي چې لومړی دې روغتیايي سپارښتنې، د ماسک کارول او د لاسونو مینځل مراعات کړي او له غونډو دې لرې پاتې شي، دغه راز د روغتیايي وضعیت د خرابېدو په صورت کې دې د معیاري درملنې لپاره د کرونا ناروغۍ ځانګړو روغتونونو ته مراجعه وکړي.

Visits: 7

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.