ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرچينه: بغلان کې ١٤ امنيتي سرتېري وژل شوي

سرچينه: بغلان کې ١٤ امنيتي سرتېري وژل شوي

author avatar
16 Dec 2020 - 14:13
سرچينه: بغلان کې ١٤ امنيتي سرتېري وژل شوي
author avatar
16 Dec 2020 - 14:13

پلخمري (پژواک، ٢٦ لېندۍ ٩٩): حکومتي سرچينې وايي چې د بغلان په مرکز کې د طالبانو په یوه بريد کې ١٤ افغان سرتېري وژل شوي دي.

په یاد ولایت کې يوې حکومتي سرچينې د لېندۍ په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه ناوخته وسله والو طالبانو د مرکز اړوند ډنډغوري سيمې پر يوې امنيتي پوستې ډله ييز بريد وکړ.

دى وايي چې په دغه بريد کې لس پوليس او څلور پاڅون کوونکي وژل شوي دي.

دغه راز د سيمې يوه اوسېدونکي عبدالحکيم پژواک ته وويل چې تېره شپه د ډنډغوري په وزيراباد سيمه کې د حکومتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده.

دى وايي چې په ياده جګړه کې ١٤ سرتېري وژل شوي او يو بل سرتېرى نن سهار د ماين په چاودنه کې وژل شوى دى.

د بغلان ولايتي روغتون ډاکتران هم وايي چې له يادې جګړې يو شمېر جسدونه او ټپيان دوى ته انتقال شوي خو د مرګ ژوبلې کره شمېره نه په ګوته کوي.

دغه راز د بغلان امنيې قوماندانۍ وياند احمد جاوېد بشارت هم ياده جګړه تاييدوي خو زياتوي چې د مرګ ژوبلې شمېره به وروسته له رسنيو سره شريکه کړي.

ده وويل چې په ياده جګړه کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره يې تر اوسه نه ده په ډاګه شوې.

بل لور ته وسله وال طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې تېره شپه طالبانو د بغلان د ډنډغوري په وزيراباد سيمه کې د حکومتي ځواکونو پر پوستې بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې د درېيو قوماندانو په ګډون ١٤ حکومتي سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

د يادونې ده، ډنډغوري د بغلان ولایت مقام ته نږدې پرته سيمه ده چې په شمال کې د طالبانو ستر مرکز بلل کېږي.

Visits: 7

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.