ژبه

پلخمري (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېته ٩٩): د بغلان اوسېدونکي شکايت کوي چې په ولايتي روغتون کې خلکو ته درمل نه ورکول کېږي خو بل لور ته بیا د دغه ولايت د عامې روغتيا چارواکي وايي چې له تېرو دوو کلونو راهيسې درمل نه دي ورکړل شوي.

د بغلان په ولايتي روغتون کې د تورجان په نوم يوه کس د مرغومي په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرې يوې اوونې راهيسې يې زوى په روغتون کې بستر دى خو ټول درمل يې له بازاره پېرلي دي.

هغه وايي: ((ټوله دوا مې له بېرون نه اخيستې ده، لس زره افغانۍ راسره وې، ټولې خلاصې شوې، هر سړى دا وس نه لري چې له بېرون نه درمل په پېسو واخلي.))

دغه راز د يوه بل ناروغ پلار اصحاب الدين پژواک ته وويل، زوى يې په ولايتي روغتون کې بستر دى، خو په خواشينۍ سره چې په روغتون کې درمل نشته.

ده زياته کړه: ((د بېوزلۍ نه مې خپل زوى دولتي روغتون ته راوړى خو دلته هم درمل نشته دي، مريض مې هم ښه نه دى، پېسې هم خلاصې شوي دي نور له بېرونه نه درمل نه شم اخيستلاى.))

په ورته وخت کې د پلخمري ښار یوه اوسېدونکي لطف الله سهاک پژواک ته وويل چې په ولايتي روغتون کې د درملو نشتوالي له امله ګڼ شمېر ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.

هغه وويل: ((خلک غريب دي، د درملو اخيستو توان نه لري، همدا دى چې د ډېرو خلکو ناروغان خصوصاً ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکوي.))

د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومته يې د يادې ستونزې د حل غوښتنه وکړه.

د اړوندې موضوع په اړه د بغلان د عامې روغتيا رييس ډاکتر محب الله حبيب پژواک ته وويل چې له تېرو دوو کلونو راهيسې دوى د درملو له کمښت او نشتوالي سره مخ وو.

خو دى وايي چې يوه اندازه درمل نن ولايتي روغتون ته رسېدلي او پاتې نور به يې هم ډېر ژر ورسېږي.

هغه د يادې ستونزې رامنځته کېدو په اړه وويل: ((ولسمشر ويلي وو چې د درملو په اخيستلو کې بايد له احتياطه کار واخيستل شي، بله دا چې پخوا د درملو اخيستل خپلواک وو، خو ولسمشر د يوه فرمان په اساس د درملو اخيستل له خپلواکۍ ايستلي، اوس ځان ته بله پروسه لري.))

ده ژمنه وکړه چې په راتلونکو څو مياشتو کې به د دغه ولايت په ملکي روغتون کې هېڅ ډول درملو ستونزه موجوده نه وي.

د افغانستان د اساسي قانون له مخې، په دولتي روغتونونو کې د خلکو لپاره درملنه وړيا ده.

ورته موضوع