ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جواد ظريف: طالبان لا هم د ايران د ترهګرو ډلو په نوملړ کې دي

author avatar
22 Dec 2020 - 14:31
author avatar
22 Dec 2020 - 14:31

کابل (پژواک، ٢ ليندۍ ٩٩) : د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف وايي چې د دوى په قوانینو کې لا هم طالبان د ترهګرو ډلو په نوملړ کې دي.

نوموړي دغه څرګندونې تېره شپه طلوع نيوز تلوېزيون سره په يوه ځانګړې مرکه کې وکړې.

هغه په ایران کې د فاطمیون لښکر د رامنځته کېدو او د سوریې جګړې ته د افغان کډوالو د استولو منطق په اړه وايي چې کابو دوه زره افغانان لا هم په سوریه کې جنګېږي او ایران چمتو دی د اړتیا په صورت کې دغه هېواد ته ډېر ځواکونه واستوي.

نوموړى وايي چې افغان وګړي په داوطلبانه توګه سوریې ته تللي دي.

ظریف زياتوي :«موږ دا په بشپړه توګه روښانه کړې ده. وګورئ یو څوک بل هېواد ته نه ځي چې په یوه درېیم هېواد کې جګړه وکړي. زموږ وروڼه په داوطلبه توګه تللي دي. لکه عراق او نورو ځایونو ته تللي دي.»

د ايران د بهرنيو چارو وزير وویل چې ایران له داعش سره د مبارزې په موخه د افغان وګړو ملاتړ کړی  که چېرې اړتیا وي، بیا به هم داسې وکړي.

هغه زیاته کړه:« موږ هغه کسان چې په سوریه کې يې له داعش او افراط سره مقابله کړې ده، د دې لپاره چې اړ نه وي په کابل او کندهار کې له داعش سره مقابله وکړي، په تهران او همدان او کرمان شاه یا په بغداد او کربلا او نجف کې مقابله وکړي له هغوی ملاتړ کړی دی. که چېرې لازمه وي  بیا هم ملاتړ یې کوو. ..»

د نوموړي په وينا، اوس هغه ګواښ د رفعه کېدو په حال کې دی خو لاهم په بشپړه توګه رفعه شوی نه دی. افغان دولت خبر دی چې ايران په بشپړه توګه چمتو دى څو له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د افغان دولت تر مشرۍ لاندې له امنيتي ځواکونو سره هره مرسته وکړي.

ظريف افغان دولت ته وړاندیز وکړ چې له دغو ځواکونو د داعش په وړاندې استفاده وکړي.

دى وايي:« دوی ښه ځواکونه دي که چېرې افغان دولت لېوالتیا ولري، کولای شي له داعش او ترهګرۍ سره د جنګېدو له مخینې سره د افغانستان له دولت سره مرستندوى شي …. له داعش سره د مبارزې او له ترور سره د مبارزې او د افغانستان د امنیت ساتنې لپاره… هر چېرته چې افغان دولت غوښتي وي.»

ظریف په دې ځانګړې مرکه کې ټینګار کوي چې امریکا باید د افغانستان سولې بهیر کې د اسانتیا رامنځته کوونکی وي؛ نه دا چې په خپله له طالبانو سره مذاکره وکړي.

هغه زیاته کړه:«موږ په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په قانوني او حساب شوي وتلو باوري یوو؛ د افغانستان د خلکو پر غوښتنه او افغان امنیتي ځواکونو ته په مسوولانه توګه د مسوولیت سپارل؛ نه په داسې بڼه چې اوس امریکا په خپله ولاړه شي او له طالبانو سره مذاکره وکړي.»

د ايران د بهرنيو چارو وزير، افغانستان یو خپلواکه او د ۲۰ کلنو لاسته راوړنو لرونکی هېواد ګڼي، طالبان هم د افغانستان د راتلوونکي حل لارې یوه برخه ګڼي؛ نه ټوله حل لار.

دى وايي :«موږ افغانستان یو خپلواکه هېواد ګڼو چې د تېرو کابو ۱۹ کلونو په لړ کې په ۲۰۰۱ زیږدیز کال کې د “بُن” له کنفرانسه تراوسه د ډېموکراسۍ، د خلکو حقونو، د ښځو حقونو او د لږکیو د حقونو په برخه کې ډېرې لاسته راوړنې يې لرلې دي. په افغانستان کې د خپل برخلیک په ټاکلو کې د خلکو ګډون یو واقعیت دی او باید دا واقعیت په رسمیت وپېژنو. دا هغه څه دي چې رامنځته شوي دي، موږ تل په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو له حضور سره مخالف یوو.»

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي چې طالب ډله لا هم ایران کې د ترهګرو په نوملړ کې ده.

ده زياته کړه:«وګورئ، طالبانو ډېرې ترهګریزې کړنې وکړې. دا چې طالب یوه ترهګره ډله ده یا نه؟ زموږ په قوانینو کې لا هم طالبان له ترهګریزې ډلې بهر کړۍ نه ده. زموږ په قوانینو کې لکه دا چې د ملګرو ملتونو په قوانینو کې وي. موږ د ملګرو ملتونو تابع یوو.»

د ایران د بهرنیو چارو وزیر مني چې ایراني چارواکو له طالبانو سره جدي خبرې اترې لرلې دي؛ خو هغه د ایران له لوري طالبانو ته د وسلې د ورکړې او یا په دغه هېواد کې د هغوی د ټپيانو د درملنې په هکله راپورونه رد کړي.

هغه له ایرانه د راستنېدو په لار کې د طالبانو د پخواني مشر ملااخترمحمد منصور د وژل کېدو د پوښتنې په ځواب کې وايي:«موږ هېڅکله نه دي ویلي چې موږ له طالبانو سره اړیکې نه لرو. ملابرادر هم ایران ته راغلی او د بهرنیو چارو له وزیر سره یې ولیدل. په همدې دلیل ښايي چې دوی زموږ له چارواکو سره لیدنې ولري. موږ هېڅکله دا نه ده پټه کړې، افغان دولت هم خبر دی.»

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.