کابل (پژواک، ٥ مرغومى ٩٩) : د اندونيزيا د محمديه علماوو سازمان مشر ډاکتر يوسف کلا پر طالبانو غږ وکړ چې په افغانستان کې نور جنګ پای ته ورسوي.
له ارګ څخه د مرغومي په ٥ مه، پژواک اژانس ته په يوه رااستول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني پرون ماښام د اندونیزیا د محمدیه علماوو سازمان ريیس او د یاد هېواد د ولسمشر پخواني مرستیال ډاکټر یوسف کلا او مل پلاوي سره وکتل.
سرچينې زياته کړې، په دغه کتنه کې ډاکټر یوسف کلا د اندونیزیا د ولسمشر سلامونه او نېکې هیلې ولسمشر غني او د افغانستان خلکو ته وړاندې کړلې.
هغه وویل : “موږ په تېرو دوه ورځو کې د ارشاد، حج او اوقافو او د صنعت او سوداګرۍ وزارتونو رهبري پلاوي، د ملي امنیت سلاکار، د سولې مذاکره کوونکي پلاوي او د افغانستان علماوو شورا یو شمېر غړو سره وکتل. ”
نوموړي زياته کړه، له دې سفر څخه يې موخه داده چې اندونیزیا د ستر اسلامي هېواد په توګه د افغانستان په سولې پروسه کې څنکه مرسته او همکاري کولای شي.
ډاکټر یوسف کلا په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتوالي د اندېښنې څرګندولو پر مهال له طالبانو وغوښتل چې تاوتریخوالى پای ته ورسوي.
یاد پلاوي څرګنده کړه، اندونیزیا د معتدل اسلامي هېواد په توګه د سولې په برخه کې ښې تجربې لري او چمتو دى چې یادې تجربې د افغانستان له دولت سره شریکې کړي.
دوی په اندونیزیا کې د اسلامي نړۍ علماوو په ګډون د یوه کنفرانس جوړېدو په خاطر چې د افغانستان د سولې په اړه بحث او خبرې وکړي، چمتووالی وښوده او زیاته یې کړه، په اندونیزیا کې د سولې مذاکراتو د یو پړاو کوربه توب ته تیار دي.
ولسمشر غني وويل چې اندونیزیا له یوې خوا په نړۍ کې پرنفوسه اسلامي هېواد دی او له بلې خوا د سولې په برخه کې ښې تجربې لري چې کولای شي د افغانستان د سولې په پروسه کې اغېزناکه همکاري وکړي.
هغه زياته کړه، ستاسې تجربې نه یواځې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ته ممدې واقع کېږي، بلکې د طالبانو ډلې ته هم موثرې دي، ترڅو د اعتدال لار غوره او له تاوتریخوالي لاس واخلي.
ولسمشر غني د خپلو خبرو په پای کې د علماوو کنفرانس د کوربه توب د چمتووالي مننه وکړه او ويې ویل، د اسلامي نړۍ ټول علما په افغانستان کې د روانې جګړې پر نامشروع بللو اجماع لري او دغه تاوتریخوالی چې له امله یې بې ګناه افغانانو ته زیان رسېږي، نور موږ ته د زغملو وړ نه دى.
Views: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن