ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغان حکومت پاکستان کې له ټپيانو او روزنيزو کمپونو څخه د طالب مشرانو پرليدنې اندېښنه وښوده

author avatar
25 Dec 2020 - 09:50
author avatar
25 Dec 2020 - 09:50

کابل (پژواک، ٥ مرغومى ٩٩) : د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د طالبانو د مشرانو له خوا په پاکستان کې له ټپي طالبانو او روزنيزو مرکزونو څخه پر ليدنې اندېښنه ښودلې او زياته کړې يې ده، چې دا په ښکاره ډول د افغانستان ملي حاکمیت تر پښو لاندې کوي.

د يادونې ده چې په قطر کې تر درې مياشتنيو بين الافغاني مذاکراتو وروسته د درې اوونيو وقفې په موخه  د افغان دولت پلاوى کابل ته راغى او د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو يو نهه کسيز پلاوى په رسمي سفر پاکستان ته ولاړ.

دغه پلاوي مشر ملابرادر د پاکستان له لومړي وزير عمران خان او د بهرنيو چارو وزير قريشي سره تر ليدنو وروسته د کراچۍ په يوه روغتون کې له ټپي طالبانو سره وکتل او هغوى ته يې وينا وکړه.

دغه راز په يوه بله ويډيو کې ليدل کېږي چې د طالبانو بل غړى ملا فضل د طالبانو له يوه روزنيز مرکز څخه هم ليدنه کوي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا د مرغومي په ٥مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې  په پاکستان کې تېره اوونۍ د افغانستان په اړه د خبرونو دوه لړۍ خپرې شوې چې یوه یې د افغان حکومت او خلکو لپاره د امید سرچینه ده، او بله یې د خورا د اندېښنې وړ ده.

سرچينې زياته کړې، پاکستان ته د طالب استازو سفر او له پاکستاني چارواکو سره د دې ډلې خبرو اترو د وینو توېیدو د مخنیوي او په افغانستان کې د تلپاتې سولې د تأمین لپاره د عملي ګامونو هیله نوره هم راپورته کړه.

په خبرپاڼه کې راغلي، د پاکستان د دولت رهبري د افغانستان اسلامي جمهوریت حکومت ته ډاډ ورکړ چې دا به د تاوتریخوالي کمولو، اوربند رامنځته کولو او د افغانستان کړکېچ ته د سوله ییز حل لپاره لاره هواره کړي.

د بهرنيو چارو وزارت ويلي، په دې برخه کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د سولې بهیر د پرمختګ لپاره د پاکستان د حکومت له وروستيو هڅو څخه مننه کوي.

خو دغه وزارت ويلي، چې همهاله ، له پاکستاني چارواکو سره د طالب مشرانو د غونډو په تعقیب، داسې ویډیوکلیپونه خپاره شول چې په کې طالب مشرانو د خپلو پلویانو په منځ کې داسې څرګندونې وکړې چې په پاکستان کې د ټولو طالب مشرانو شتون څرګندوي او د پاکستان په خاوره کې د دوی دوامداره فعالیتونه مني.

سرچينې زياته کړې، په خواشینۍ سره ځینې طالب مشران د دوی په ویډیوګانو کې هم لیدل کیږي چې د روزنې له کمپونو څخه لیدنه کوي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، د پاکستان په خاوره کې د افغان یاغي عناصرو او د هغوی د مشرانو شتون او فعالیت په ښکاره ډول د افغانستان ملي حاکمیت تر پښو لاندې کوي او په سیمه کې د ناکرارۍ او بې ثباتۍ لامل ګرځي او په افغانستان کې تل پاتې سولې ته یوه جدي ننګونه ده.

په خبرپاڼه کې راغلي : “موږ د پاکستان له حکومت څخه غواړو چې د پاکستان خاوره د یاغي عناصرو له خوا د کارولو اجازه ورنه کړي څوک چې جګړې او وینو توېیدلو ته دوام ورکوي. ”

په خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان حکومت د یاغي عناصرو او ترهګرو پټنځایونو تړل او د دوی د فعالیتونو بندېدل د افغانستان کړکېچ سوله يیز حل او د سیمه ییزې سولې او ثبات تامین لپاره مهم ګڼي او یو ځل بیا د ترهګرۍ او ګډو ګواښونو پروړاندې صادقانه همکارۍ او پر رښتینې مبارزه ټینګار کوي.

بلخوا د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې په پاکستان کې سلګونه زره افغان کډوال مېشت دي او ملا برادر په دغه هېواد کې له ټپي افغان کډوالو څخه ليدنه او د هغوى پوښتنه يې کړې ده.

Views: 33

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.