ژبه

نابینایان: موږ ته دې له کرونا ویروس څخه د مخنیوي په موخه ځانګړی لارښود جوړ شي

Ahmad sohaib

۶ مرغومی ۱۳۹۹ - ۰۹:۵۴

۱۱۰ کتنې

کابل (پژواک،۶ مرغومی ۹۹): نابینایان په هېواد کې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله اندېښمن دي او د نورو کسانو په پرتله ډېر د دغه ویروس له خطر سره مخ دي. دوی وايي چې تر اوسه د کرونا ناروغۍ د مخنیوي په اړه دوی ته لارښوونې نه دي شوې.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د کرونا ویروس د لومړۍ څپې له خپرېدو وروسته ځينې روغتیايي پیغامونه لکه (څو څو ځله په اوبو او صابون په ځانګړې توګه ډیتول صابون د لاسونو مینځل،له ماسک څخه استفاده، د یو متر واټن مراعات، په غونډو او سرتړولو ځایونو کې نه ګډون، د اوسېدود سیمو ضد عفوني کول) په چاپي، تصویري او غږیز ډول تیار کړل او لا هم د خلکو لپاره له مختلفو لارو خپرېږي.

خو یو شمېر نابینایانو پژواک ته وویل، دوی د نه لیدو له امله د نورو کسانو په پرتله د کرونا ویروس له ډېر خطر سره مخ دي او نابینایانو ته باید له کرونا ناروغۍ څخه د ځان ساتلو په موخه ځانګړی لارښود جوړ شي.

د دوی په خبره، د کرونا له ویروس څخه د مخنیوي لپاره د روغتیايي متخصصینو تر ټولو مهمې سپارښتنې د شیانو او وسایلو نه لمس کول او د ټولنیز واټن مراعاتول دي، خو د دغو دوو پیغامونو عملي کول د دوی لپاره ناشوني دي او دوی حیران دي چې څرنګه له کرونا ځان وساتي.

د نابینایانو د مسلکي لېسې استاد همایون عزیزي چې ۳۰ کاله عمر لري پژواک ته وویل، کرونا یوه ناپېژانده پدیده ده چې د لومړي ځل لپاره په چین کې خپره، ډېره وژونکې ده او د نړۍ په کچه یې غوغا جوړه کړې ده.

هغه دې ته په اشاره چې د کرونا په اړه یې له رسنیو او شاوخوا کسانو لږ معلومات اورېدلي وویل، ورکړل شوی پوهاوی عمومي دی، د نابینایانو لپاره باید ځانګړی لارښود جوړ شي.

هغه وویل، هر څه چې له رسنیو، دوستانو او خپلوانو اوري، شاګردانو ته یې وايي، خو تر اوسه د هېڅ بنسټ له خوا نابینایانو ته د کرونا په اړه ځانګړی پوهاوی نه دی ورکړل شوی.

نوموړي کرونا ګېچ کوونکې او خطرناکه ناروغي وبلله او ويې ویل: “په کمو امکاناتو هڅه کوو له کرونا څخه ځان وساتو، خو باور وکړئ حیران پاتې یو چې څه ډول ځان وساتو، موږ د نورو کسانو په پرتله ډېر د دې ناروغۍ له خطر سره مخ یو.”

هغه د کرونا دویمه څپه د اندېښنې وړ وبلله او د عامې روغتیا له وزارته یې وغوښتل چې د دغه زیانمن قشر لپاره ژر تر ژره ځانګړی لارښوود جوړ کړي.

په ورته وخت کې د نابینایانو د مسلکي لېسې د اسلامي زده کړو د څانګې امر عبدالحي حق پرست وویل، کرونا ویروس یوه ناپېژانده او ګېچ کوونکې پدیده ده، د نابینایانو په ګډون یې ټول خلک اندېښمن کړي دي.

نوموړي وویل: ” له هغه وخت راهیسې چې کرونا خپره شوې همغه څو محدود پیغامونه چې د ټولو خلکو لپاره جوړ شوي اورو، په داسې حال کې چې زموږ لپاره چې ډېر زیانمن منونکي او یادې لارښوونې نه شو عملي کولای باید ځانګړی لارښود جوړ شوی وای، خو اوس چې د کرونا دویمه څپه راغلې هم دغه لارښود نه دی جوړ شوی.”

هغه زیاته کړه، د ساتنې لپاره ډېر کم امکانات موجود دي، که انسان وغواړي په دې امکاناتو هم کولای شي تر یوې اندازې له دې وژونکې ناروغۍ ځان وساتي.

حقپرست د عامې روغتیا له وزارته غوښتي چې د دغه قشر لپاره عامه پوهاوی زیات کړي څو هم ځان له دې ناروغۍ وژغوري او هم یې زده کوونکو ته په دې اړه پوهاوی ورکړي.

د دې مسلکي لېسې بل استاد امید عبدالغیاث وویل: “جوړ کسان کولای شي له دغه ویروس څخه ځان وساتي، ځکه دوی کولای شي فزیکي واټن مراعات کړي او له لمس کولو پرته هر کار ترسره کړي، خو نابینایان هر څه لمس کوي او ټولنیز واټن هم نه شي مراعاتولی.”

دغه نابینایان ډېر اندېښمن دي چې د کرونا ناروغۍ د دویمې څپې په پیلېدو به د دوی ترمنځ د ناورغانو شمېر زیات شي. له همدې امله له عامې روغتیا وزارته غواړي چې د نابینایانو لپاره ځانکړی لارښود جوړ کړي.

د نابینایانو د مسلکي لېسې امر خواجه عبدالکبیر صدیقي پژواک ته وویل، په دې لېسه کې ۲۲۰ زده کوونکي، ۵۰ ښوونکي او ۲۵ کارګر موجود دي.

هغه زیاته کړه، د کرونا ویروس د لومړۍ څپې پر مهال ۲۵ شاګردان او ښوونکي پر کرونا اخته شول چې له دې ډلې درې کسان مړه شول.

نوموړي هم نورو ته ورته نظر درلود او د کرونا ویروس د دویمې څپې له امله اندېښمن و، ده له عامې روغتیا وزارته وغوښتل چې دوی ته ځانګړی لارښود برابر کړي څو له دغې خطرناکې او وژونکې ناروغۍ څخه ځان وساتي.

خو د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاندې معصومې جعفري پژواک ته وویل، د دغه وزارت د روغتیا د ارتقا د څانګې د معلوماتو له مخې، نابینایانو ته روغتیايي لارښوونې، بروشرونه [د کاغذ کوچنې جزوې] په بریل خط تیارې او د نابینایانو ښوونځينو ته لېږل شوې دي.

هغې دې ته په اشاره چې نابینایان د اورېدو توان لري وویل، نابینایان هم کولای شي د روغو کسانو په څېر د تلوېزیون او راډیو له لارې د کرونا ویروس په اړه معلومات ترلاسه کړي.

جعفري وویل، دغه وزارت په دې وروستیو کې د کرونايي وضعیت د کنټرول او د دویمې څپې په اړه د پوهاوي لپاره کمېټه جوړه کړې ده.

نوموړې د یادې کمېټې دنده په ټول هېواد کې د ټولنې مختلفو قشرونو ته د عامه پوهاوي ورکول وبلل او ويې ویل، د دغې کمېټې په جوړېدو سره به د عامه پوهاوي ستونزې تر یوه حده حل شي.

د رسمي شمېرو له مخې، په افغانستان کې تر ۵۰۰ زرو ډېر نابینایان شته او هرکال لږ تر لږه ۲۵ زره داسې کسان چې عمرونه یې له ۵۰ کلونو ډېر وي د روغتیايي ستونزو او د سترګو د ساتنې په اړه د پوهاوي د نه موجودیت له امله د خپلې یوې سترګې دید له لاسه ورکوي.


دغه څېړنیز راپور د اروپايي ټولنې په مالي مرسته چمتو شوی دی؛ یوازې پژواک یې د منځپانګې

مسوولیت لري او د یادې ټولنې نظر نه څرګندوي.