ژبه

مزار شريف (پژواک، ٧ مرغومى ٩٩) : په بلخ کې د مزار _ حيرتان پر لویه لار ترافیکي پېښه کې څلور کسان مړه شوي دي.

د بلخ د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول عادل شاه عادل د مرغومي په ٧مه، پژواک اژانس ته وويل چې دغه پېښه پرون د يادې لويې لارې په اوږدو کې د کرولا او بار وړونکو موټر د ټکر له امله رامنځته شوې وه.

سرچينې زياته کړې، په دغې ترافیکې پېښه کې مړه شوي کسان ټول نارینه او عمرونه یې د ۲۵ او ۳۵ کلونو تر منځ دي.

د نوموړي په وينا، په مړو شویو کسانو کې د هرات ولایت د پخواني امنیه قوماندان جنرال عبدالمجید روزي  زوی حمید روزي هم شامل دی.

ورته موضوع