ژبه

کابل (پژواک، ٧ مرغومى ٩٩) : په بلوچستان ايالت کې د وسله والو کسانو په يوه بريدکې اووه پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.
د پاکستان د پوځ له خوا د مرغومي په ٧مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا پېښه نن د بلوچستان ايالت په هرنايي سيمه کې رامنځته شوې ده.
سرچينې زياته کړې چې ناپېژاندو وسله والو کسانو هلته د پوځ پر يوې امنيتي پوستې بريد کړى چې په ترڅ کې يې اووه سرتېري وژل شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، تر بريد وروسته وسله وال تښتيدلي خو د پوځ له خوا سيمه کلابنده شوې ده.
تر اوسه د دغه بريد مسووليت چا نه دى منلى، خو تر دې مخکې د داډول بريدونو مسووليت د بلوڅانو ازادۍ غوښتونکې ډلې اخيسته.
د يادونې ده چې نن په ګلګت بلستان ايالت کې د يوې چورلکې د غورځېدو له امله څلور پوځي افسران وژل شوي وو.