منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۲۴ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۵° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

ستانکزى: د مرکچي پلاوي ښخینه غړو د سولې مذاکراتو ټولو بحثونو کې حضور درلود

Array
· ۲ دقیقې لوستل · ۱۰۷ کتنې

کابل (پژواک، ٧ مرغومی ۹۹): د افغانستان د مرکچي پلاوي ریيس معصوم ستانکزی وايي چې د پلاوي ښځینه غړو د مذاکراتو په ټولو بحثونو کې حضور درلود او هېڅ بحث د دوی له حضور پرته نه دی ترسره شوی.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت له خوا د مرغومي په ٧مه پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ستانکزي دا خبرې پرون د ښځو له بېلابېلو ډلو سره د سولې مرکچي ټېم په يوه مشورتي ناسته کې وکړې.

هغه د سولې په پروسه کې د ښځو د حضور او رول پر اهميت ټينګار وکړ او ويې ويل چې د ښځو انسجام د يوه قوت په توګه پر دغه بهير اغېز لرلی شي او د افغانستان له سولې سره مرسته کوي.

ستانکزي په دوحه کې د سولې مذاکراتو د لومړي پړاو په اړه ووويل چې د مرکچي پلاوي ښځینه غړو د مذاکراتو په ټولو برخو کې حضور درلود او هېڅ بحث د دوی له حضور پرته نه دی ترسره شوی.

د افغانستان دولت مرکچي پلاوي غړې حبيبې سرابي وويل، اجنډا ته داخل شوي، ټول موضوعات مهم دي، خو لا تر اوسه د دواړو خواوو پلاوي د اجنډا اصلي بحث ته نه دي داخل شوي.

د پلاوي بلې غړې شریفې زرمتۍ څرګنده کړه چې د پلاوي د غړو ترمنځ یووالی او همنظري د دې لامل شوې چې مذاکره کوونکی پلاوی منسجم عمل وکړي.

دې ټینګار وکړ چې د سولې بهیر بریالیتوب لپاره به استقامت او مبارزه وکړي او له ښځو یې وغوښتل چې د مر‌کچي پلاوي غږ کلیو او بانډو ته هم ورسوي.

د ملي مصالحې عالي شورا مرستیالې زهرا مطهر احمدزۍ هم د ملي مصالحې عالي شورا کې شوو کارونو ته اشاره وکړه او ویې ویل: ((دا شورا غواړي چې د سولې په برخه کې ټولې هڅې منسجمې شي او نابشپړ کارونه هم بشپړ شي.))

دغه راز د سولې په چارو کې د دولت وزارت د مدني ټولنې د بنسټونو او بشري حقونو د چارو مرستیالې ‌ډاکټر عالمې وويل چې دغه وزارت د مذاکره کوونکي پلاوي او بېلابېلو قشرونو ترمنځ د ارتباطي پل په توګه د مشورتي ناستو لړۍ جاري ساتي او د دې ترڅنګ پلاوي ته کافي تخنیکي ملاتړ برابروي.

په خبرپاڼه کې راغلي، ورپسې د غونډې ګډونوالو د مر‌کچي پلاوي له رييس او غړو سره خپلې پوښتنې او نظرونه شريک کړل.

د يادونې ده، په قطر کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ له درې مياشتنۍ خبرو وروسته څو ورځې مخکې دواړو پلاوو د درېيو اوونيو لپاره وقفه کړې او په رخصتۍ تللي دي.