کابل (پژواک ۸ مرغومی ۹۹) : ملي امنیت له لویې څارنوالۍ سره په ګډه د عامې روغتيا وزير د ورور په ګډون څلور تنه په دغه وزارت کې د بډو اخيستو په تور نيولي دي.
پژواک ته یوې باورې سرچینې د مرغومي په اتمه وویل چې دا څلور تنه نن ماښام شپږ نیمې بجې د عامې روغتیا له وزارت څخه بيول شوي او اوس د کابل امنیه قوماندانۍ په نظارت خانه کې تر پلټنو لاندې دي.
سرچینې زیاته کړه دغه کسانو د وزارت له ولایتي رئیسانو څخه د رشوت غوښتنه کوله چې د ملي امنیت او لوی څارنوالۍ لخوا نیول شوي دي.
سرچینه وایې په یادو کسانو کې د عامې روغتیا د وزیر ورور احمد شکران عثماني چې وزارت کې کومه رسمي دنده نه لري، د تره زوی کاوه سرمست زاده، د خاله زوی حامد حمیدي فرامز او د وزارت ارشد مشاور فریدون سلطاني شامل دي.
بل لورته د عامې روغتیا وزارت یوې بلې سرچېنې پژواک ته وویل چې د فریدون سلطاني د رشوت غوښتنې غږونه لویې څارنوالۍ ته په لاس ورغلي و او د هماغه پر بنسټ دوی دغه کسان نیولي دي .
د لویې څارنوالي ویاند جمشید رسولي هم پژواک ته تایید کړه چې یاده موضوع حقیقت لري او په دې اړه به نور جزئيات سبا ته له رسنیو سره شریک کړاى شي.









