منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 7:13 غ.م
ننوتل
8° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
امنیت او جرمونه

په ننګرهار کې د داعش د جلب او جذب د مسوول په ګډون ۱۹ کسان نيول شوي

Array
· 2 دقیقې لوستل · 151 کتنې

جلال اباد (پژواک، ۸ مرغومی ۹۹): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې د داعش ډلې د جلب او جذب د مسوول په ګډون يې د بېلابېلو جنايي جرمونه او نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ۱۹ کسان نيولي دي.

د ننګرهار ولايت د رسنيو له دفتر څخه د مرغومي په ۸مه پژواک اژانس ته په راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنیت ځواکونو جلال اباد ښار کې د داعش وسله والې ډلې د جلب او جذب مسوول نیولی دی.

په خبرپاڼه کې که څه هم د عملياتو نېټه نه ده په ډاګه شوې خو په کې راغلي چې د ملي امنیت ځواکونو د جلال اباد ښار د دویمې ناحیې په سیمه کې د ياد ښار لپاره د داعش ډلې د جلب او جذب مسوول تسل عزیز چې اصلاٌ د چپرهار ولسوالۍ اوسېدونکی دی، نیولی دی .

د خبرپاڼې د معلوماتو په اساس، د داعش نيول شوي غړي په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.

د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار امنيه قوماندانۍ وايي، جلال اباد او څو ولسواليو کې يې د نشه يي توکو د قاچاق او نورو جنايي جرمونو په تړاو ۱۸ کسان نيولي دي.

د امنيه قوماندانۍ وياند فريد خان پژواک اژانس ته وويل، د امنیه قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مدیریت پولیسو په تېرو ۲۴ ساعتونو کی د جلال اباد ښار او ولسواليو په مربوطاتو کې ۵۶ کیلو ګرامه خام چرس کشف او ترلاس کړي دي.

ددغو توکو په تړاو ۸ کسان نيول شوي چې په خپلو جرمونو يې اعتراف کړی او اوس مهال امنيه قوماندانۍ کې تر پلټنو لاندې دي.

هغه زياته کړه، د جنايي جرمونوپروړاندې د مبارزې پوليسو د جلال اباد ښار او څو ولسواليو مختلفو سيمو کې د جنايي جرمونو په تور لس کسان نيولي دي.

فريد خان وايي، دا کسان د قتل، غلا او نورو جنايي پېښو کې د لاس لرلو په تړاو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې نيول شوي دي.

Array