منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۲۸ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

پاکستان له منځنۍ اسيا سره د سوداګرۍ په موخه له افغانستانه لار غوښتې

Array
· ۲ دقیقې لوستل · ۱۲۷ کتنې

کابل (پژواک، ٩ مرغومى ٩٩) : پاکستان له افغانستان څخه غوښتي چې له منځني اسيا هېوادونو سره د سوداګرۍ لپاره ورته لاره ورکړي.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت له خوا د مرغومي په ٩مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د سوداګرۍ وزير نثار احمد غورياني او ورسره پلاوي  نن په اسلام اباد کې د پاکستان د لومړي وزير د اقتصادي چارو له سلاکار او سوداګرۍ وزير رزاق داوود سره وکتل.

سرچينې زياته کړې، چې دغه پلاوى د افغانستان ـ پاکستان دسوداګرۍ او ترانزيټ دهمغږۍ کمېټې په اتمه ناسته اپټيکا کې، دګډون په موخه سفر کړی دى.

په خبرپاڼه کې راغلي، په ياده غونډه کې دافغانستان او پاکستان ترمنځ دسوداګرۍ او ټرانزیټ دپراختیا په اړه دخبرو تر څنګ دافغانستان ـ پاکستان دسوداګرۍ او ترانزیټ د همغږۍ کمیټې دخبرو د پرمختګ په اړه بحث تر سره شو.

بلخوا د افغانستان او پاکستان ترمنـځ د سوداګرۍ او ټرانزيټ د همغږۍ د کمېټې اتمه ناسته پرون پيل او ټاکل شوې ده چې نن پاى ته ورسېږي.

د افغانستان د سوداګرۍ وزير نثار احمد غورياني دغې ناستې ته ويلي، چې ولسمشر اشرف غني غواړي چې د پاکستان پانګوال په افغانستان کې پانګونه وکړي او افغانستان له پاکستان څخه دا هم غواړي چې سوېلي اسيا په ځانګړې توګه هندوستان ته ورته د سوداګرۍ لپاره لاره ورکړي.

هغه زياته کړه،‌ که چېرې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې ستونزې حل شي نو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري به وده وکړي او دا د دواړو هېوادونو په ګټه ده.

د سوداګرۍ په برخه کې د پاکستان د لومړي وزير سلاکار رزاق داوود يادې ناستې ته وويل،‌ پاکستان او افغانستان دواړه د دوه اړخيزې سوداګرۍ وده غواړي پاکستان له افغانستان څخه دا غوښتنه لري چې منځنې اسيا ته د سوداګرۍ لپاره هغوی ته لاره ورکړي.

د نوموړي په وينا، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ د ودې ډېر امکان دی خو له بده مرغه د پرمختګ پر ځای په تېرو وختونو کې دا سوداګري کمه شوې ده.

داوود زياتوي، پاکستان به په راتلونکو ورځو کې په يو داسې تړون باندې لاسليک وکړي چې له مخې به يې د پاکستان، افغانستان او ازبکستان ترمنځ د رېل د پټلۍ غځولو پروژه پيل شي او ددې لپاره به درې واړه هېوادونه له نړيوال بانک څخه د ۴.۵ اربه ډالرو د پور غوښتنه هم کوي.‌

د صنعت او سوداګرۍ وزير نثار احمد غورياني په مشرۍ،دافغانستان خصوصي اودولتي پلاوی له دوو ورځو راهيسې په اسلام اباد کې دی او ياد پلاوی دافغانستان ـ پاکستان دسوداګرۍ او ترانزيټ دهمغږۍ کمېټې ( اپتيکا) پر خبرو او له پاکستاني مقاماتو سره د افغان سوداګرو د ستونزو په حل کولو بوخت دی.