ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د عامې روغتيا وزير جواد عثماني له دندې ګوښه کړای شو

author avatar
31 Dec 2020 - 19:46
author avatar
31 Dec 2020 - 19:46

کابل (پژواک ۱۱ مرغومی ۹۹): د ولسمشر د حکم پر بنسټ د عامې روغتيا وزير احمد جواد عثماني له خپلې دندې ګوښه کړای شوی دی.

په هغه مکتوب کې چې د جمهوري رياست د چارو ادارې له خوا صادر شوی، راغلي چې د عامې روغتيا وزير احمد جواد عثماني د هغه د استعفا له غوښتنې وروسته، نوموړی د ولسمشر د حکم په اساس له دندې ګوښه او لرې کړای شوی دی.

د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مينه پال، پژواک اژانس ته دا مکتوب تایید کړ.

خو د عامې روغتيا وزير احمد جواد عثماني په يوه تازه غږيز پيغام کې ويلي:”تېره ورځ جناب ولسمشر له ما وغوښتل چې له خپلې دندې استعفا ورکړم، خو ما ورته دليل وويل چې زما د کار د دوام لپاره هېڅ قانون خنډ نشته؛ نن سهار يې بيا راته ټيلفون وکړ چې بايد له خپلې دندې استعفا ورکړم.”

دی زياتوي، ده له خپلې دندې استعفا نه ده ورکړې، خو نن د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې له خوا يو مکتوب ور استول شوی چې ګواکې د عامې روغتيا وزير استعفا منظور شوه.

عثماني زياتوي: “زما په اند په افغانستان کې بايد حکومتولي پياوړې شي، داسې ډول او طرز سره ښه حکومتولي نه شي کېدای؛ دا کاملاً يوه سياسي توطيه او پرېکړه ده، غوښتل مې له خپلو هېوادوالو سره دغه موضوع شريکه کړم.”

د یادولو ده چې څلور ورځې مخکې (د مرغومي ۸مه) د ملي امنیت او لويې څارنوالۍ په ګډه د عامې روغتيا وزير څلور نږدې خپلوان د بډو اخیستو په تور نيولي وو.

Visits: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.