منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۱۵ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

سمنګان کې د ډبرو سکرو یوه کان تونل نړېدو له امله درې کارګران مړه شوي

Array
· ۱ دقیقه لوستل · ۱۱۷ کتنې

ایبک (پژواک، ۱۲ مرغومی ۹۹): د سمنګان د دره صوف بالا ولسوالۍ د شباشک ډبرو سکرو کان درې کارګران (اصف، امین او برات علي) د یوه استخراجي تونل نړېدو له امله مړه شوي دي.

د سمنګان امنیې قوماندانۍ ویاند منیر رحیمي د مرغومي په ۱۲مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه پرون له غرمې وروسته رامنځته شوې ده.

د هغه په خبره چې د ډبرو سکرو په دغه کان کې چې د دره صوف بالا یوه اسېدونکي حاجي امیر اړوند دی، غیر فني او خپلسرې کیندنې کېږي.

شاوخوا درې کاله مخکې هم په دغه کان کې د میتان ګاز له امله اووه کارګران مړه شوي وو.