منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۱۹ غ.و
۲۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د اروزګان د ښځو چارو رياست سرپرست د اختلاس په تور نيول شوی

Array
· ۱ دقیقه لوستل · ۱۰۵ کتنې

ترينکوټ  (پژواک، ١٤ مرغومى ٩٩): د اروزګان ولايت د ښځو چارو رياست سرپرست او د يو شمېر نورو ادارو مامورين د اختلاس او فساد په تور نيول شوي دي.

د دغه ولايت د ملي امنيت يوې سرچينې د مرغومي په ١٤مه پژواک اژانس ته وويل چې د ښځو چارو رياست سرپرست ترڅنګ د ولايت مقام، مستوفيت او امنيې قوماندانۍ درې مامورين هم په نيول شوو کسانو کې شامل دي.

سرچينې زياته کړې، ياد مامورين د  ٤٥٧٥٠٠ افغانيو فساد په تور لاس په لاس نيول شوي دي.

د ملي امنيت سرچينې وویل، له مرکزه دغه اندازه پیسې د هغو کسانو لپاره د یوې ورځي معاش په توګه د ښځو چارو رياست ته لېږل شوې وې چې په تېرو ولسمشرۍ ټاکنو کې د رایه ورکوونکو تلاشۍ لپاره ګومارل شوي وو.

سرچينې زياتوي، دغه پيسې بايد د ګډ پلاوي له خوا وېشل شوې واى، خو دوى پيسې ونه وېشلې او د وېشلو جعلي اسناد يې جوړ کړي وو.

تر اوسه تورنو کسانو په دې اړه څه نه دي ويلي.