ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

معلولین: که مو غوښتنې ته رسېدنه ونه شي، اعتراضونه پراخوو

author avatar
4 Jan 2021 - 19:22
author avatar
4 Jan 2021 - 19:22

کابل (پژواک، ۱۵ مرغومي ۹۹): لسګونو معلولو کسانو چې له درېیو اوونیو راهیسې یې د خپلو حقونو نه ورکولو له امله د ملي شورا مخې ته اعترض کړی او تر دې مهاله یې چا غږ نه دی اورېدلی وایي، که یې غوښتنې ته رسېدنه ونه شي، نورو ولایتونو ته به هم خپل اعتراضونه وغځوي.

شاوخوا ۴۰ معلولين نن د دې کسانو د تحصن خېمې سره راټول شول، چې ٢٠ ورځې وړاندې د دې قشر اړتیاوو ته د حکومت د نه پاملرنې په اعتراض کې جوړه شوې وه.

لاریون کوونکو د خپلو حقونو د غوښتنې ترڅنګ خبرداری ورکړ چې که یې د حق غوښتلو غږ ته لبیک ونه ویل شي، نو لاریون به یې نورو ولایتونو ته هم وغځوي.

یوه اعتراض کوونکي بشیر دېره وویل: «۲۰ ورځې کېږي د تحصن خېمه مو درولې، خو هېڅ حکومتي چارواکي زموږ غږ وانه ورېد او زموږ غوښتنې ته یې رسېدنه ونه کړه.»

هغه زیاته کړه، که څه هم د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت له چارواکو سره یې ناستې درلودې او ژمنې یې هم ورسره کړې دي؛ خو تر دې مهاله یې په عملي کولو کې پاتې راغلي دي.

هغه زیاته کړه: «موږ د افغانستان معلولینو د حقونو او امتیازاتو قانون پلي کولو غوښتنه کوو او زموږ حقوق باید له قانون سره سم راکړل شي.»

د نوموړي په وینا، د قانون له مخې باید د ملي او نړیوالو ادارو درې سلنه تشکیلات معلولو کسانو ته ځانګړي شي؛ خو هغه څه چې لیدل کېږي، په ادارو کې د معلولینو کم رنګ حضور دی.

هغه ادعا وکړه چې د اداري اصلاحاتو کمېسیون د دې کار مخنیوی کړی دی.

بشیر دېره د اندېښنې په څرګندولو سره وویل چې ۵۰۰ معلولین په کابل ښار کې په وړو سوداګریو مصروف وو چې په دې وروستیو کې یې غرفې د ښاروالۍ له خوا له کابل ښار څخه لرې شوې او دا مهال هغوی ټول بېکاره دي.

د معلولینو شورا رییس مولانا میراغا د دې خبرې په څرګندولو چې معلولین زیان منونکی قشر او د ملاتړ وړ دی، زیاته کړه: «له شلو ورځو راهیسې مو د ملي شورا مخې ته د تحصن خېمه درولې ده؛ خو هېچا مو غوښتنې ته رسېدنه نه ده کړې.»

هغه د ټولو لاریون کوونکو په استازیتوب وویل چې که په هېواد کې د معلولو کسانو د امتیازاتو قانون پلی نه شي، د تحصن خېمه به لرې نه کړي او د ښار په مختلفو برخو او نورو ولایتونو کې به هم د تحصن خېمې ودروي او د ملي شورا دروازه به هم وتړي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.