ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې د یوې پوستې نهه پولیس وژل شوي

author avatar
4 Jan 2021 - 13:36
author avatar
4 Jan 2021 - 13:36

کندهار (پژواک، ۱۵ مرغومی ۹۹): د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د يوه داخلي بريد په ترڅ کې نهه پوليس وژل شوي دي.

ځايي چارواکي وايي چې تېره شپه د ارغنداب ولسوالۍ اړوند د سرکاري باغ په امنیتي پوسته کې د یوه داخلي برید په پایله کې ۹ پولیس وژل شوي دي.

د کندهار امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي پژواک خبري اژانس ته د پېښې تاييد ترڅنګ وویل چې په دې اړه به وروسته معلومات وړاندې کړي.

خو یوې امنیتي سرچینې پژواک اژانس ته وویل، د سرکاري باغ په امنیتي پوسته کې د صفر یو قطعې اړوند یوه سرتېري د همدې قطعې ۹ سرتېري وژلي دي.

دغه سرچینه وايي، بریدګر د وسله والو طالبانو نفوذي کس و او دغه برید یې کړی دی.

د برید کوونکي په اړه معلومات کره نه دي خو سرچینې وايي چې تر دغه برید وروسته بریدګر هم وژل شوی دی.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Visits: 5

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.