کابل ښار (پژواک، ۱۶ مرغومی ۹۹): د میدان وردګو د نرخ ولسوالۍ په دادل سيمه کې د يوې کورنۍ شپږ غړي چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، د ګازنيونې له امله مړه شوي دي.
د يادې سيمې یوه اوسېدونکي عرفان رحيمي د مرغومي په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه تېره شپه د دادل سیمې په اعتبارخېلو کلي کې رامنځته شوې ده.
ده زياته کړه چې په دې پېښه کې څلور ښځې او دوه نارینه مړه شوي دي.
دى وايي: ((په دې پېښه کې اسد او مور يې، ظفر او مېرمنه او دوه لوڼې يې مړه شوي، دوى ناست وو مڼې يې پاکولې چې خوب وړي او بيا ګاز نيولي ټول يې مړه کړي دي.))
په دې اړه د میدان وردګو ولايت امنيې قوماندانۍ وياند محمد هوفیاني پژواک ته وويل چې د نرخ ولسوالۍ د دادل په سيمه کې د يوې کورنۍ شپږ غړي د ګازنيونې له امله مړه شوي دي.
ده وويل چې په مړه شوو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د يادونې ده، څو ورځې وړاندې په پکتيکا کې هم د يوې کورنۍ درې غړي د ګازنيونې له امله مړه شوي وو.









