کابل (پژواک، ١٦ مرغومى ٩٩): ملګرو ملتونو او ناټو په قطر کې د بين الافغاني مذاکراتو د دويم پړاو پيلېدو هرکلى کړى دى.
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د سولې مذاکراتي ټيم له درېيو اوونيو رخصتيو او وقفې وروسته نن له غرمې مخکې قطر ته روان شوى او ټاکل شوې له طالبانو سره د بين الافغاني خبرو دويم پړاو نن ماښام پيل شي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوی (یوناما) په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې دوحې ته د مرکچي پلاوي ستنېدو هرکلی کوي او په قطر کې د دوو افغان ټیمونو ترمنځ د چټکو خبرو پیل ته سترګې په لار دي.
د يوناما له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه خبرې اترې د جګړې د پای او سولې ته د رسېدو لپاره مهمې دي.
سرچينې زياته کړې، مذاکره کوونکي له یو لړ پېچلو ننګونو سره مخ شول او لا ډېر کار پاتې دی، خو دواړه پلاوو د خبرو اترو په لومړي تاریخي پړاو کې چې په سپټمبر کې پیل شو، ښه همکاري درلوده چې په تدریجي ډول یې رښتینی پرمختګ وګړ.
يوناما ويلي، دوی د راتلونکو خبرو اترو لپاره پر یوه طرزالعمل موافقه وکړه او له خپلو مشرانو سره د مشورو په موخه له ۲۰ ورځنیو تعطیلاتو مخکې یې له یوه او بل سره د خبرو اترو اجنډا مسوده شریکه کړه.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سرمنشي ځانګړې استازې دیبرا لاینز وویل: “زه له دواړو غاړو غواړم چې له دغه فرصته په ګټې اخیستو د تاوتریخوالي کموالي لپاره زمینه برابره کړي چې د لا زیاتو افغانانو وژل کېدل پای ته ورسېږي او یو داسې سیاسي ثبات رامنځته شي چې د افغان ټولنې ټولو قشرونو لپاره د منلو وړ وي.”
هغي زیاته کړه: “د جګړې درېدل به د سولې خبرو اترو لپاره ښه چاپېریال رامنځته، خلک هیله من شي او بشري مرسته کوونکو ته به زمینه برابره شي چې ډېرې اړینې ژمنۍ مرستې په ټول هېواد کې افغانانو ته ورسوي.”
په خبرپاڼه کې راغلي، ملګري ملتونه به له دواړو غاړو سره له نږدې په اړیکه کې وي، لکه چې سرمنشي د سپټمبر په میاشت کې د خبرو اترو د پیل پر مهال وویل، تیار دي چې د اړتیا پر مهال مرسته وکړي.
بلخوا ناټو هم د افغانستان اسلامي جمهوري دولت پلاوي ته د دويم پړاو مذاکراتو لپاره نېکې هيلې څرګندې کړې دي.
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي د دويم پړاو خبرو هرکلي ترڅنګ په ټويټر کې ليکلي، دوى چې د افغانستان سياسي جوړجاړي هرکلى کوي او غواړي چې تر ٢٠٠١ کال راهيسې لاسته راوړنې وساتل شي.









