ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مصالحې عالي شورا رهبري کمېټې څلورمه ناسته کې د سولې خبرو لارښود تایید شو

author avatar
9 Jan 2021 - 15:38
author avatar
9 Jan 2021 - 15:38

کابل (پژواک، ۲۰ مرغومی ۹۹): د سولې خبرو لارښود اړوند د بحث او نظرونو تبادلې او تایید په موخه د مصالحې عالي شورا رهبرۍ کمېټې څلورمه ناسته ترسره شوه.
د ملي مصالحې عالي شورا په مطبوعاتي خبرپاڼه کې چې نن خپره شوې او یوه کاپي یې پژواک ترلاسه کړې راغلي، د مصالحې عالي شورا کمېټې څلورمه ناسته نن (د مرغومي ۲۰مه) په سپېدار ماڼۍ کې ترسره شوه.
سرچینې زیاته کړې، په دې ناسته کې د رهبرۍ کمېټې غړو د سولې خبرو لارښود او د افغان دولت او طالبانو مرکچي پلاوو ترمنځ د خبرو د دویم پړاو په اړه خبرې وکړې.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې، د مصالحې عالي شوار رهبرۍ کمېټې غړو له تفصیلي خبرو او نظرونو له تبادلې وروسته د خبرو لارښود د تایید ترڅنګ وویل، په خبرو کې له پرمختګ وروسته به د اړتیا په صورت کې د رهبرۍ کمېټې د غړو ناستې له ځنډ پرته ترسره شي.
په خبرپاڼه کې د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله په حواله راغلي: ((نن په دوحه کې د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو مرکچي پلاوو ترمنځ د سولې خبرو دویم پړاو پیلېږي.))
هغه هیله مندي څرګنده کړه چې خبرې به د مهالوېش مطابق ترسره کېږي.
د مصالحې عالي شورا رییس د مرکچي پلاوي پراخ او ټول شمول ترکیب ته په اشاره ویلي، د افغانستان د اسلامي جمهوریت پلاوی د سولې خبرو او د خبرو د اجنډا اړوند بحث بشپړ صلاحیت او واک لري.
عبدالله زیاته کړې، مرکچي پلاوی د خبرو په اړه د مصالحې عالي شورا ته معلومات ورکوي او مشورې او تصمیم نیونې ته د اړتیا پر مهال به د مصالحې عالي شورا د رهبرۍ کمېټې ته مراجعه کوي.
سرچینې لیکلي، د مصالحې عالي شورا رهبرۍ کمېټې غړو د افغانستان د اسلامي جمهوریت په صف کې پر سیاسي انسجام او یووالي، د ملي لاسته راوړنو په ساتلو، ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي،
د یادونې ده، د افغان دولت مرکچي پلاوي غړي په افغانستان کې له درېیو اوونیو رخصت او له حکومت، مدني بنسټونو او خلکو سره تر مشورې وروسته د مرغومي په ۱۶مه (سه شنبه) د دویم پړاو خبرو د پیل لپاره دوحې ته لاړل.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.