ژبه

کابل (پژواک، ۲۰ مرغومی ۹۹): د افغانستان ښځو شبکه وایي چې که د سولې په خبرو کې د افغان ښځو غږ وانه ورېدل شي، دا به د دوی پر وړاندې تاوترخوالی وي.

د ښځو شبکې مرستیالې روشن مشعل دغه څرګندونې نن (د مرغومی ۲۱مه) په کابل کې د ښځو پر وړاندې د جنسيتي تاوتريخوالي په تړاو یوې غونډې ته وکړې.

هغې وویل چې ښځې د ټولنې نیمه برخه ده خو اوس هم په هېواد کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی روان دی.

مېرمن مشعل زیاته کړه، که د ښځو غږ د سولې په خبرو کې وانه ورېدل شي او پراخ ګډون ور نه کړل شي، نو دا به نه يواځې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی وي، بلکې د ښځو له پراخ ګډون پرته تلپاتې سوله هم ناشونې وي.

د يادې غونډې يوې ګډونوالې زحل سیفي وویل: ((طالبان دې هم پوه شي چې هېڅوک نه شي کولی د ټولنې له نمایي خلکو سره سوله وکړي، ښځې د ټولنې نیمه برخه دي او باید د دوی غږ واورېدل شي.))

د هغې په وينا، په افغان مذاکراتي ټېم کې شاملې ښځې او نورې ښځې نه غواړي چې د دوى پر حقونو دې معامله وشي.

مېرمن سيفي زیاته کړه، دوی ته دې هغه حقوق ورکړل شي کوم چې اسلام دوی ته ورکړي او له دې څخه زیات څه نه غواړي.

د دې غونډې په پايه کې يو پرېکړه ليک هم خپره شوه چې په کې راغلي د قانون حاکمیت او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیو ته دې ژر او په وخت سره دې د دولتي ادارې ځواب ووايي.

سرچينې زياته کړې، په عدلي او قضایي ادارو کې د ښځو خوندیتوب په پام کې نیولو سره عدالت ته د هغوې لاسرسی، په ځانګړې توګه د میراث حق ورکړل شي.

په پرېکړه ليک کې راغلي، ټولنیز کلتور جوړونه او د خلکو له ټولنیز او کورني ژونده د تاوتریخوالي کلتور له منځه وړل، د نارینه او ښځینه وو ترمنځ انساني چلند ته وده ورکول او د ښځو پر وړاندې سپکاوی او ناوړه باورونه بايد له منځه يووړل شي.